په زابل کې د دوو پېښو له امله لږ تر لږه ۸ تنه ټپیان شوي
د زابل ولایت د عامې روغتیا رييس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي د دغو پېښو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېره ورځ او تېره شپه د زابل په شینکۍ او د مرکز کلات په کاکړانو چینه سیمه کې یو ځای په ټکر کې ۴ کسان ټپیان شوي او د کاکړانو په چینه کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې ۴ هېوادوال ژوبل شوي دي."
ده همداراز وویل چې ټول ټپیان ولایتي روغتون ته رسول شوي دي.
