طالبانو د افغانستان د دیني مدرسو پر نصاب کار پیل کړی
![طالبانو د افغانستان د دیني مدرسو پر نصاب کار پیل کړی](https://gdb.rferl.org/fa2ca86c-5a75-4ff8-a54d-934de1a7ecf1_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وایي چې د افغانستان د دیني مدرسو پر نصاب کار روان دی.
انعام اله سمنګاني په ټوېټر کې لیکلي دي چې د افغانستان د دیني مدرسو اوسنی نصاب تر ډېره د هند او پاکستان مدرسو ته نږدې دی.
بل لور ته پرون د 'اي ډي ایف' په نوم د ترکیې د یوه بنسټ او د طالبانو د پوهنې وزارت ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو چې له مخې یې دا ترکي بنسټ د افغانستان په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړوي.