Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

شمال کې نښتې؛ مقاومت جبهې او طالبانو بیا یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو اړولو ادعا وکړه

0
په بدخشان او تخار کې طالبان او د د ملي مقاومت جبهه یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.


بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې په کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتو زور اخیستی.


په دې جګړه کې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.


په سیمه کې یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، جګړه لس ورځې وړاندې وروسته تر دې پیل شوه چې طالبانو د ارغنجخواه او دروازها ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د ملي مقاومت جبهې پر ضد عملیات پیل کړل.


د بدخشان د اطلاعاتو و فرهنګ رییس معزالدین احمدي ازادي راډیو ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په دې عملیاتو کې د ده په اصطلاح ۳۸ بغاوت کوونکي وژل شوي او ۷۸ نور اسیران شوي دي.


دی وايي، په وژل شویو کې دوه مهم قوماندان عبدالحمید او سید بحرالدین هم شامل دي.




خو د مقاومت جبهې یو غړی چې په سیمه کې دی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته دا شمېرې رد کړې او زیاتوي، د دوی ځواکونو ته اوښتې مرګ‌ژوبله د طالبانو په پرتله کمه ده.


دی که څه هم د خپلو دوو قوماندانو وژل مني، خو پرته له دې چې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق ارقام ووايي، زیاتوي، دوی لسګونه طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.


د بدخشان اوسېدونکي او د چارو شنونکي فیض‌الدین غیاثي بیا ازادي راډیو ته وویل، دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې په دې نښتو کې ۶۹ طالبان وژل شوي دي.


ده ادعا وکړه چې په سیمه کې ملکي خلک هم له ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور ځورول شوي او شکنجه شوي دي.


غیاثي زیاته کړه: "جګړې ته نږدې سیمه کې په خلکو فشار راوړل شوی، وهل ټکول شوي، ځورول شوي. دې سیمو کې خلک هم مرکز او یو شمېر نورو نږدې ځایونو ته پناه وړې ده."


خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بیا ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا رد کړه ویې ویل: "د افغانستان د اوسني نظام پر وړاندې چې هر څوک درېږي، مخالفت یې کوي او بغاوت یې پر وړاندې کوي، امنیتي ځواکونه به یې پر وړاندې درېږي."


هاخوا د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې خبرپاڼه کې، د طالبانو له‌خوا په بدخشان ولایت کې پیل شوي عملیات غندلي او دا یې د بشري حقونو ضد کړنه بللې.


په دې اعلامیه کې زیاته شوې، کومو کسانو چې هلته وسله پورته کړې، د اعلامیې پر بنسټ د خپل عزت او وطن د ساتلو لپاره یې دا کار کړی دی.


په ورته وخت کې د ملي مقاومت ملي جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي په تخار کې هم طالبانو د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.


احمدي نن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په تخار کې د دوی د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۸ طالبان وژل شوي او ۶ یې ټپیان شوي دي.


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په تخار کې هم د سیمې له خلکو او ځايي طالب چارواکو سره خبرې وکړي، خو بریالي نه‌شو.


طالبانو هم په رسمي ډول په تخار کې د پیل شویو نښتو په اړه څه نه‌دي ویلي.


د ملي مقاومت ملي جبهې له دې وړاندې په سرپل، پروان، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې له طالبانو سره مخامخ نښتې کړي او دواړو لوریو هغه مهال هم یو او بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net