د برېتانيا د صدراعظم په توګه د 'ريشي سوناک' د ټاکل کېدو احتمال زيات دی
دا وروسته له هغې چې د برېتانیا پخوانۍ صدراعظمې لیز ټراس تېره اوونۍ خپله استعفا اعلان کړه.
د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې د صدراعظمي څوکۍ ته د کاندېدو لپاره یو کاندید د پارلمان لږ تر لږه د سلو غړیو ملاتړ ته اړتیا لري چې ښاغلي سوناک د تېرې جمعې تر ورځې پورې د نږدې ۱۵۰ کاندیدانو ملاتړ ترلاسه کړی و.
که ریشي سوناک د برېتانیا د صدراعظم په توګه وټاکل شي دا به د برېتانیا په تاریخ کې لومړنی هندي الاصله صدراعظم وي چې ټاکل کېږي.
