پېښور پوهنتون کې د پښتو ژبې د ليک لوست کورس پیل شوی
![پېښور پوهنتون کې د پښتو ژبې د ليک لوست کورس پیل شوی](https://gdb.rferl.org/059c0000-0aff-0242-2f42-08dab32809a6_tv_w800_h450.jpg)
په پېښور پوهنتون کې اسلامي جمعيت طلبا د زده کوونکو لپاره د پښتو ژبې د ليک او لوست پينځه ورځني کورس پيل کړی دی. د پښتو ژبې د زدکړې په دې کورس کې لسګونو زده کوونکو برخه اخيستې ده. دا کورس د اکتوبر پر ۲۱مه پای ته رسي. په دې اړه د مشال راډيو همکار وسيم سجاد ويډيويي راپور جوړ کړی دی.