Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

ریچارډ بینیټ د افغانستان بشري وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله

0
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ یو وار بیا په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او له ټولو ښکېلو لوریو یې وغوښتل چې د دغه وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.


بینیټ په یوه ټوېټ کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو او بشري بحران دوام لري او پر وړاندې یې عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده.


په هغه بیان کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون پنجشنبې په خپله ویبپاڼه کې خپور کړ ویل شوي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ دې هېواد ته خپل دولس ورځنی سفر پای ته ورساوه.


ریچارډ بینیټ دې پایلې ته رسېدلی چې افغانستان له جدي بحرانونو سره مخامخ دی او ټولو اړخونو ته په کار ده چې پر وړاندې یې سمدستي اقدام وکړي څو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.


بینیټ ماموریت پر دې څرخي چې له ټولو مهمو لوبغاړو سره په خبرو کې ښکېل شي او د سلاو مشورو او له ځایونو د لیدو له لارې او هم وګوري چې ایا په وضعیت کې سمون راغلی او د ده د مخکیني راپور چې د بشري حقونو شورا ته یې وړاندې کړی، سپارښتنې تر څه حده عملي شوي، د وضعیت وروستی جاج واخلي.


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ به د راروانې اونۍ د اکټوبر په ۲۶ خپله ارزونه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې کړي او وروسته به په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شي.


بینیټ افغانستان ته په دې دولس ورځني سفر کې د طالبانو د حکومت د جګپوړو چارواکو په ګډون د بشري حقونو له مدافعانو، د ښځو له ډلو، د کابل پر کاج ښوونیز مرکز د وروستي برید د قربانیانو په ګډون له هغو کسانو سره چې بشري حقونه یې نقض شوي، او همدارنګه له خبریالانو، سوداګرو ښځو، ښوونکو او استادانو، دیني عالمانو او د اقلیت ډلو له استازو سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي.




پر دې سربېره نوموړي له بامیان او پنجشېر ولایتونو څخه هم کتنې ترسره کړي دي.




د ریچارډ بینیټ په خبره اکثرو مهمو کسانو سره یې چې لیدلي، نږدې ټولو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ناوړه وضعیت، پر عبادت ځایونو، ښوونځیو، ټرانسپورټي سیسټمونو او اقلیتونو، په تېره بیا پر هزاره ګانو د زیاتو شویو حملو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.


هغه ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ډېر خراب دی او امنیتي وضعیت هم نازک او د ملکیانو او هغو ولایتونو کې چې د طالبانو ضد وسله والې ډلې فعالې دي، د وسله الو غړیو پر وړاندې سرغړونې ترسره کېږي.


د بیان له مخې ریچارډ بینیټ د طالبانو د حکومت له جګپوړو چارواکو سره په کتنه کې پر دې سربېره چې هغوی ورته د هېواد ټولو برخو ته د لاسرسي ډاډ ورکړی، ورسره یې د خپل وروستي راپور د نتیجو په اړه نظریات تبادله کړي او هم یې هغوی دې ته هڅولي چې د را ولاړو شویو اندېښنو د لیرې کولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي.


بینیټ په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر حقونو ټینګار کړی، په تېره د نجونو د ثانوي زده کړو او همدارنګه یې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو او دا چې ټول اړخونه باید حساب ورکوونکي واوسي، اړتیا په ډاګه کړې ده.




دا او ځینې نور هغه موضوعات دی چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو پر وړاندې مهم خنډونه بلل کېږي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه څانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې د طالبانو چارواکو ته یې مشوره ورکړې چې د بشري حقونو ټول هغه مسوولیتونه پر ځای کړي چې د بشري حقونو په نړیوالو تړونونو کې شامل دي او افغانستان هم تصویب کړي دي.


د بینیټ په خبره چارواکو ورسره کلکه ژمنه کړې چې د بشري حقونو ټول هغه نړیوال قوانین به مراعات کړي چې که له شریعت سره په ټکر کې نه وي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net