د کابل د مهمو تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتلو او رغولو هڅې پیل شوي
![د کابل د مهمو تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتلو او رغولو هڅې پیل شوي](https://gdb.rferl.org/04020000-0aff-0242-c0f1-08daa7715d99_w800_h450.jpg)
د کابل د تاریخي، فرهنګي او عامه سیمو د ساتنې او رغونې لپاره د طالبانو د رییس الوزرا له خوا ګومارل شوې کمېټې پرون پنجشنبې خپله لومړنۍ غونډه وکړه.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي چې د دې کمېټي مشري کوي ژمنه وکړه چې دغه کمېټه به د چاپېریال ساتنې په هدف کوټلي ګامونه واخلي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د کمېټې غړو د کابل سیند پر ګډون د مهمو تاریخي او فرهنګې سیمو د بیا رغولو په تړاو بحث وکړ او ژمنه یې وکړه چې د هرې سیمې تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ته په پام سره به مهم ځایونه ورغول شي او د تاریخي ارزښتونو خلاف کارونو مخه به ونیول شي.
په دغه کمېټه کې د ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې ادارې او د اغا خان فرهنګي بنسټ استازي شامل دي.