د خوړو نړیوال پروګرام له ۲۱ میلیونو زیاتو افغانانو سره مرسته کړې
ډبلیو ایف پي په یوه ټوېټ کې له افغانانو سره د ډنمارک د دوامدره مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دې هېواد د مرستو پرمټ توانېدلي چې په دې هېواد کې هغو کسانو ته مرستې ورسوي چې د خوړو خوندیتوب نه لري.
دې پروګرام په یوه بل ټوېټ کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو نهه یې کافي خواړه نه لري چې ویې خوري او میندې او پلرونه نه شي کولای چې خپلو ماشومان ته سالم خواړه ورکړي.
