Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

پنجشېر کې د اسيرانو د وژنې ادعاوې؛ د ملګرو ملتونو يو پلاوي دغه ولايت ته سفر کړی

0
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له‌خوا د یو شمېر اسیران د وژل کېدو په اړه د راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکي دغه ولایت ته سفر کړی دی.


په پنجشېر کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند ابوبکر صدیق ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بېنیټ نن دې ولایت ته د سفر په ترڅ کې دغلته د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.


نوموړي وویل: "په دې سفر کې په پنجشېر ولایت کې د بشري حقونو پر مسالو ټینګار وکړ."


ابوبکر صدیق زیاته کړه چې: "د پنجشېر والي مولوي محمد حسن هاشمي ټینګار وکړ چې په دې ولایت کې په ټولو برخو کې د بشري حقونو ټولو موضوعاتو ته ژمن دي."


څو اوونۍ مخکې ریچارډ بېنیټ په پنجشېر کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړاویو د ادعاوو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه او په یو ټویټ کې یې ددې ادعاوو په اړه د اندېښنې سربېره ویلي و چې عاملان یې باید له قانوني چلند سره مخ شي.




پنجشېر ته د ریچارډ بېنیټ له سفر یوه ورځ مخکې په برېتانیا کې یوې څېړنيزې پروژې په یو راپور کې وویل، طالبانو تیره میاشت په پنجشېر کې ۲۷ تنه اسیران وژلي دي.


مخکې طالبانو ادعا کړې وه چې دا کسان د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.


ددې تازه راپور په بنسټ طالبانو په پنجشېر کې د ملي مقاومت په نوم د جبهې پر وسله‌والو د برید پر مهال دوی نیولي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.


د اسوشیتید پریس خبري اژانس د افغان ویټنس په نوم ددې تحقیقاتي بنسټ په حواله ویلي دي چې د عکسونو او ویډیوګانو په شمول یې لسګونه معلوماتي سرچینې څېړلې دي.




افغان ویټنس په افغانستان کې د بشري حقونو د وضیعت په اړه معلومات راټولوي، شننه او څېړنه یې کوي.


د اسوشیتدپرس د راپور پر بنسټ، تر دې مخکې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلې و چې یو هیات یې په ټولنیزو رسنیو کې د پنجشېر په اړه د خپرو شویو ویډیوګانو په څېړنه بوخت دی.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


خو د راپور پر بنسټ؛ هغه تېره میاشت ویلې وو، طالبانو د مقاومت جبهي ۴۰ جنګیالي وژلي او له سلو څخه زیات يې اسیران کړي دي.


هغه د دغو ۴۰ تنو د وژول کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه وو ویلي.


تازه ملګرو ملتونو هم ویلي، د پنجشېر ولایت ته یې یو پلاوی استولی څو دغلته د بشري حقونو د سرغړاویو د ادعاوو په اړه څېړنې وکړي.


د دې هیت د سفر پایلې هم تر اوسه نه‌دي څرګندې شوې.


د طالبانو په وړاندې اعتراض:


پنجشېر ته د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورټر ریچارډ بېنیټ د سفر سره هم‌مهاله سیمه‌يیزو سرچینو ویلي دي، نن په دې ولایت کې په لس هاوو ښځو او سړیو لاریون وکړ.


سرچینو ازادي راډیو ته وویل، خلکو د هغه څه له کبله چې دوی د طالبانو له لوري د پخواني جهادي قومندان قلندر بیک د زوی د وهلو ټکول بللي دي، په پریان ولسوالۍ په کورپیتاب کلي کې لاریون کړی.


تر اوسه د دې وهلو ډبولو علت روښانه نه‌دی.




سرچینو د امنیتي ګواښونو له امله د نوم د اخیستلو نه ډډه کړې او ويلي يې دي، طالبانو لاریون کوونکي ډبولي او د ولسوالۍ د مرکز پر لور يې د هغوی د تګ مخه نیولې ده.




یو له دې کسانو څخه وویل: "ما یو کس په کلینیک کې ولیده چې وهل ډبول شوی او شکنجه شوی و، لاس يې هم مات وو او د وهلو نښې په سر مخ او ملا باندې ښکاریدلې."


د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه د ازادي راديو تیلفوني اړیکې ځواب نه‌کړې.


واک د طالبانو د بیا ځلي ستنېدو وروسته د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت په نوم جبهه رامنځته شوه.


ددې جبهې غړيو چې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري او قومندانان هم په‌کې دي په وار ، وار په پنجشېر او شا و خوا سیمو کې د طالبانو سره خونړۍ نښتې کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net