ملګرو ملتونو د پکتيکا زلزله ځپلو سيمو کې د روغتيايي خدماتو مرکزونه پرانيستي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي، الکساندر بودیروزا (Aleksandar Bodiroza) پرون سې شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په دغو کورونو کې امیندوارو ښځو، مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او کوچنیانو ته شپه و ورځ روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.
څلور میاشتې مخکې په پکتیکا کې یوې زورورې زلزلې شا و خوا ۱۰۰۰ کسان مړه کړل او په سلګونو نور ټپیان کړل، خلکو شکایت کاوه چې معیاري روغتیايي خدمات نه ورته وړاندې کېږي.
په زلزله کې ګڼ کورونه هم تخریب او ګڼ خدمات یا ټکني شول یا هم په ټپه ودرېدل.
