يو ان ډي پي: د افغانستان په لوېديځ کې ۲زره سوداګرو ښځو ته فني روزنه ورکړل شوه
یو ان ډي پي په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې په مرسته دغو ښځو ته د محصولاتو د تولید، بشري سرچینو، مارکېټ او د سوداګري چارو د پیلولو په اړه روزنې ورکړل شوي دي.
دغه راز ویل شوي چې دوه زره نورو ښځو ته به هم د ټولنې پر اساساتو ولاړ بازار ته د ودې په برخه کې روزنه ورکړل شي.
افغانستان چې اکثریت وګړي یې پر کرڼه بوخت دي، د کارپوهانو په باور په دې برخه کې د ښځو وړتیاوې تر ډېره د کورني اقتصاد له پیاوړي کېدو سره مرسته کولای شي.
