د افغانستان پخوانی قاضي القضات سيد محمد يوسف حليم ابوظبي کې وفات شوی
د افغانستان پخوانی قاضي القضات سید محمد یوسف حلیم دوشنبه په ابوظبي کې وفات شوی.
د راپورونو له مخې ښاغلی حلیم له تېر شاوخوا یو کال په ابوظبي کې د افغان کډوالو په یوه موقت کمپ کې وو.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل فېس بوک د ښاغلي حلیم په مړینې خواشینې ښودلې او د وطن لپاره یې لویه ضایعه بللې.
هغه زیاته کړې چې یوسف حلیم په ډېر صداقت دنده ترسره کړه او د افغانستان د قوانینو په تقنین او د عدلي او قضايي سکتور په اصلاح کې یې ډېره لویه ونډه درلوده.