روسيه کې د يوې پوځي الوتکې غورځېدو پېښه کې ۴ تنه مړه شوي دي
![روسيه کې د يوې پوځي الوتکې غورځېدو پېښه کې ۴ تنه مړه شوي دي](https://gdb.rferl.org/04210000-0aff-0242-0ebe-08dab0c57fa0_w800_h450.jpg)
روسیه کې د یوې پوځي جیټ الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي او ۶ نور تري تم دي.
په ییسک ( Yeisk) ښار کې دغه پېښه پرون (د اکتوبر په ۱۷مه) وشوه، دا الوتکه یوې هستوګنیزې ودانۍ ته نژدې ولوېده او اور پرې بل شو.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت پرون ناوخته وویل چې پېښه کې ۲۵ تنه ټپیان شوي هم دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، پېښه د الوتکې د پرواز پر مهال یوه انجن کې د اور لګېدنې له کبله شوې ده.
د سوټا په نوم انلاین ورځپاڼې د مړو شویو شمېر ۶ او د ټپیانو ۲۷ ښودلی دی.