Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

کابل کې د کانکور ازموينه؛ د کاج ښوونيز مرکز ټپي شويو زده‌کوونکو هم برخه په‌کې واخيسته

0
په کابل کې د پنجشنبې په ورځ په زرګونو هلکانو او نجونو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ.


د دوی په ډله کې، هغو کسانو هم په ازموینه کې ګډون کړی و چې، په وینا یې په ټپي ځان او مات زړه خو له غښتلې ارادې سره راغلي وو.


۱۹کلنه زهرا عظمي د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکې ده چې، د میزان په اتمه د دغه مرکز په برید کې سخته ټپي شوی وه.


زهرا ازادي راډیو ته وویل، چې هیڅ شی به یې خپلو موخو ته د رسېدو مخه ونه نیسي.


نوموړې وويل: "زه خپله د کاج ښونیزمرکز له ټپیانو څخه یم، لاس مې ژوبل دی، خو بیا هم زه خپلو هڅو ته دوام ورکوم  او نن په ازموينه کې ګډون کوم، زه چې له دې پېښې څخه ژوندۍ پاتې شوم، هره ورځ به له پخوا هم زیات کوشش کوم چې خپل هدف ته ورسېږم."




پریسا ازاد د کاج تعلیمي مرکز یوه بله زده کوونکې ده چې پر دغه مرکز په برید کې یې د غوږ پردې زیان لیدلی دی.


نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د خپلو هغو ملګرو لاره تعقیبوي چې د میزان په اتمه د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې وژل شوي دي.


پريسا تر ازموينې مخکې وويل، دې ازموینې ته يې بشپړ چمتووالی نيولی.


نوموړې وويل: "موږ ډېره هڅه کوو، چې غښتلي و اوسو، سره له دې چې شرایط ډېر خراب دي، خو موږ د خپلو ملګرو لاره تعقیبوو، له همدې امله نن ازموینه ورکوو او انشاالله چې ښه نتیجه به واخلو."


د هغو کورنیو لپاره چې د کاج په ښوونیز مرکز بريد کې يې غړي وژل شوي دي، د کانکور ازموینه په ترخه خاطره بدله شوې.


سهيلا حيدري چې د "کاج" د ښونیز مرکز باندې بريد کې يې خور وحیده وژل شوې،  ازادي راډیو ته وویل، چې خور یې له ښوونځي څخه عمومي اول نمره فارغه شوه  او د کانکور ازموینې ته په بې صبرۍ سره په تمه وه چې خپل د خوښې وړ پوهنځي ته بریالۍ شي.




نوموړې وايي: "زه ډېره خوشاله وم، چې خور مې د کانکور ازموینه ورکوي، موږ د هغې د ازموینې پایلې ته په تمه وو ، چې څو نمرې اخلي؟ او کوم پوهنځي ته بریالۍ کېږي، موږ د هغې د خوښۍ او موسکا په تمه وو، خو د هغې خوښي مو ونه لیده، موږ په دې تمه وو چې د خپلې خور د دولس کلنو زده‌کړو او یوه کال د کانکور د اماده ګۍ د درسونو پایله وګورو، خو له بده مرغه چې موږ خپلې دې هیلې ته ونه رسېدلو، زما د خور ټولګيوالې امتحان ورکوي خو خور مې خپلې ټولې هیلې خاور ته له ځان سره یوړې."




په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ (یوناما) د شمېرو له مخې، پر کاج ښـونيز مرکز د میزان د اتمې نېټې په برید کې چې ډېری قربانیانې یې نجونې وې، ۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شول.


وروسته له هغه چې د میزان په ۱۴مه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه، دغه ازموینه د پنجشنبې په ورځ په مرکز کابل کې پیل شوه.


د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند احمد تقي ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې د کانکور په ازموینه کې ۳۰ زره کسانو برخه اخیستې وه.


خو ښاغلي تقي ونه ویل چې په دې ازموینه کې په څومره شمېر نجونې او په څومره شمېر هلکان ګډون کوي.




د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د اعلان له مخې، له مرکز کابل وروسته به د کابل په ولسوالیو او  ولایتونو کې د هغو کسانو لپاره چې له ازموینې څخه پاتې دي نوم لیکنه پیل کړي.


د کانکور ازموينه په داسې حال کې اخيستل کېږي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له څه باندې يو کال راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ښوونځي تړل شوي او له کورنيو او نړيوالو نيوکو سره سره د دغو ښوونځيو د بيا پرانيستلو لپاره کوم اقدام نه‌دى شوى.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net