Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

فعالانو د افغان ښځو او نجونو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله

0
په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له طالب چارواکو سره د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپـور ورکونکي ریچارډ بنیټ وروستۍ ليدنو، کتنو ته په اشارې سره د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.


وروسته له هغې چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنیټ په افغانستان کې د بشري حقونو د بېلابېلو مسایلو په اړه له طالب چارواکو سره وکتل، اوس په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو فعالان وايي چې دا ډول هڅې باید ونه درول شي.




دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تېر يو کال کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خراب شوی او ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.


په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې قمر نیازۍ ازادي راډيو ته وویل: "زما په فکر دا ډول هڅې باید دوام ومومي، غونډې او خبرې اترې باید زیاتې شي، په ځانګړې ډول په افغانستان کې د ښځو د حقونه په هکله دې جدي بحث وشي. په دې برخه کې یوه یا دوه غونډې کافي نه دي. که چېرې ملګري ملتونه دا ډول هڅې زیاتې کړي، ښایي طالبانو ته قناعت ورکړي چې دوی د ښځو حقونو ته درناوی وکړي."


بل خوا په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان له ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د نجونو او ښځو حقونو ته زیاته پاملرنه وکړي.


په افغانستان کې د بشري حقونو پخوانی فعاله سایمه خوګیاڼۍ وايي: "له هغې ورځې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، بشري حقونه په بشپړه توګه تر پښو لاندې شوي، د بېلګې په توګه ښځې د کار حق نه لري او له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع شوې دي. موږ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو له حقونو څخه جدي ملاتړوکړي."




دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنیټ او ځینو طالب چارواکو د لیدنې خبر ورکړی دی.


د طالبانو حکومت په يوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د طالبانو د رییس الوزرا دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره ښاغلي بنیټ په ليدنه کې د هندوانو او افغان سېکانو پر ملاتړ د ټينګار تر څنګ، د نجونو د زده کړو، د ښځو د حقونو، بشري حقونو او د رسنیو پر فعالیتونو هم بحث وشو.


دا افغانستان ته د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي دویم سفر دی.


ښاغلی بنیټ چې په دې وروستیو کې یې ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو، څلور میاشتې وړاندې یې هم افغانستان ته سفر درلود.




نوموړي هغه مهال په خپل راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېر یوه کال کې له بشري حقونو څخه ډېرې سرغړونه کړې دي.


هغه دا هم ويلي و چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی، افغانان د بشري حقونو په داسې بحران کې ایسار دي چې نړۍ یې د حل توان نه لري.




هغه مهال طالبانو د ښاغلي بنیټ راپور له حقیقته لرې بللی و.


په تېر دوبي کې واک ته د طالبانو په بياځلي رسېدو سره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ښوونځي وتړل شول او د دولتي ادارو ډېرې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې شوې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net