د نړۍ له ۷ لويو صنعتي هېوادونو د زلنسکي غوښتنه: روسيه منزوي کړئ
ښاغلي زلنسکي د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۱مه د اوکراین پر ښارونو د روسیې د خونړیو توغندويي حملو په دوهمه ورځ چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل د جي اوه ډلې آنلاین سرمشریزې ته وینا کې وویل، د روسیې د تېلو او ګاز د صادراتو د بیو لپاره باید یو نهايي حد وټاکل شي.
هغه زیاته کړه چې روسیه باید له سیاسي پلوه پوره منزوي شي او د بندیزونو د لګولو له لارې سزا وویني.
زلنسکي وویل چې یوازې له دې لارې سوله نژدې کېدای شي.
