Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

پاکستان کې مېشت خبريالان او د پخواني نظام کارکوونکي له ستونزو او ګواښونو شکايت کوي

0
په پاکستان کې مېشت د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام یو شمېر کارکونکي او خبریالان وایي، په هغه هېواد کې له ستونزو سره مخ دي او د خطر احساس کوي.


يوه مېرمن چې د افغانستان د مخکیني جمهوری نظام په کورنیو چارو وزارت کې يې کار کاوه او د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي،  وروستیو میاشتو کې یې په خپل هېواد کې د طالبانو د هدفي وژنو له ویرې افغانستان پرېښود او بهر کې د کډوالۍ غوښتنلیک د سپارلو په موخه پاکستان ته تللې.


يادې مېرمنې ازادي راډیو ته یې وویل، په پاکستان کې هم ځان خوندي نه احساسوي، ځکه د دې په باور له طالبانو سره د پاکستان اړیکو ته په کتو، ویره لري، چې طالبان به هلته ورته خطر پېښ کړي.




نوموړې وويل: "له هغې ورځې چې پاکستان ته راغلې یم زما ذهن کې همدا اندېښنې دي او ان دلته هم د امنیت احساس نه‌کوم، که څه هم پوهېږو چې نسبي امنیت شته، خو فرق یې دا دی چې موږ طالب په سترګو نه وینو، ولې داسې احساس کوو چې زموږ د اوسېدو ځای شاوخوا ته طالب شته، ځکه پاکستان د طالبانو او په نړۍ کې د ټولو ترهګرو ډلو ملاتړی دی."


یو افغان خبریال چې دی هم په پاکستان کې د خپلی کډوالۍ غوښتنلیک د مراحلو بشپړولو لپاره پاکستان ته تللی د نوم د نه خپرېدو په شرط یې ازادۍ راډیو ته وویل: "ژورنالېستان او د رسنیو کارکونکي دلته پراته دي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی په وار وار وایي چې موږ په پاکستان کې د امنیت احساس نه‌کوو او دوی پر کانادا او اروپایي هېوادونو غږ کوي، چې دوی ته دی ژر تر ژره ویزې ورکړي. که موږ دلته پاتې کېږو نو زموږ ژوند به له جدي ګواښ او ان د مرګ له ګواښ سره مخ شي."




دا په داسې حال کې ده، چې د ازادي راډیو د خبریال د خبر پر بنسټ د کندهار ولایت د پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو لپاره د تېر جمهوري نظام د پولیسو د ځانګړو عملیاتو قوماندان عبدالصمد تېره ورځ د پاکستان په کوټې ښار کې په نښه شوی او وژل شوی دی.


یوې سرچینې ازادي راډیو ته تأييد کړې، چې نوموړی د تېر جمهوري نظام تر سقوط ورسته پاکستان ته تللی و.


که څه هم دا نه‌دي ویل شوي چې، نوموړی د چا له‌خوا وژل شوی دی خو د تر وژل کېدلو ورسته یې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو لیکلي، چې نوموړی پاکستان ته له تلو مخکې په کندهار ولایت کې هم ګواښل شوی و.


په کور دننه د پخواني جمهوری نظام د کار کونکو او خبریالانو د ګواښلو او له هېواده بهر د دوی د تعقیب په اړه مو د کورنیو چارو وزارت له ویاند عبدالنافع ټګور وپوښتل، خو نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل چې د عبدالصمد وژل کېدل او په پاکستان کې د مېشتو خبریالانو ادعا بهرنۍ مسله ده اوپه دوی پورې تړاو نه‌لري.


ښاغلي ټکور په دې اړه چې عبدالصمد په کندهار ولایت کې د دوی د ځواکونو له‌خوا ګواښل شوی و که نه، څه ونه ویل.


خو مخکې طالب ویاندویانو په هېواد کې دننه د مخکیني جمهوري نظام د دولتي کار کوونکو په ځانګړي ډول امنیتي ځواکونو د وژنې ادعاوې رد کړي او ویلي دي، دوی د خپل مشر عمومي عفوي فرمان ته ژمن دي.




دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو څار سازمان د لیندۍ په ۹مه نېټه وویل چې، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.


د دې سازمان په راپور ادعا شوې وه چې د اګسټ له ۱۵مې نېټې څخه د اکټوپر تر ۳۱مې نېټې پورې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۴۷ غړي چې طالبانو ته تسلیم شوي او یا نیول شوي وو، وژل شوي او یا نادرکه دي.


خو طالبانو هغه مهال دا ادعا هم رد کړې وه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net