د بشري حقونو موسسې: د ایران په اعتراضونو کې لږترلږه ۱۸۵ تنه وژل شوي
![د بشري حقونو موسسې: د ایران په اعتراضونو کې لږترلږه ۱۸۵ تنه وژل شوي](https://gdb.rferl.org/04210000-0aff-0242-a471-08daa61fb55f_w800_h450.jpg)
د بشري حقونو خپلواکې موسسې وايي، د ایران په اعتراضونو کې لږترلږه ۱۸۵ تنه وژل شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان نن شنبه په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې د وژل شویو اعتراض کوونکو شمېر ۱۸۵ تنه وباله او ویې ویل چې د دغو کسانو په منځ کې ښايي ۱۹ تنه تر ۱۸ کلونو کشران دي.
د دې موسسې پر اساس، دا کسان د ایران په ۱۷ ولایتونو کې وژل شوي، خو تر ټولو ډېر د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې وژل شوي دي.
د ایران حکومت په زاهدان کې د ۱۹ تنو وژل کېدا تایید کړې، خو بلوڅو فعالانو تر دې د څو برابره ډېرو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.