Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2022

د کانکور ازموينه؛ يوه اوونۍ مخکې ياده ازموينه کې د ګډون په موخه ۵۳ زده‌کوونکې ووژل شوې

0
نن د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه په داسې حال کې پیل شوه، چې اووه ورځې وړاندې په دغه ازموینه کې د ګډون لپاره د چمتووالي پر مهال ۵۳ د دولسمو ټولګیو فارغان ووژل شول.


هاجر چې د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکې وه له خپلې ښوونکې سره يې ژمنه کړې وه چې تر راتلونکي کاله پورې به خپلې هیلې پوره کړي، خو له دې نه خبره نه وه چې هیلې به یې هیلې پاتې شي.


د هاجر ماما ظاهر مدقق ازادي راډيو ته وویل، هاجر او د هغې ملګرې مرضیې غوښتل چې انجینرانې شي او دواړو د کانکور په وروستۍ ازمایښتي ازموینه کې د ۳۲۵ او ۳۳۰ نمرو په ترلاسه کولو سره خپلې موخې ته نږدې شوي وه.


نوموړي وويل: "په دې وروستیو ورځو کې ډېرې خوشحاله وې ځکه کومې نمرې یې چې غوښتلې، دوې اخیستې وې، د انجینرۍ نوم اورم د کانکور نوم اورم زما رنځ او درد تازه کیږي، ټولو انجونو ته مې پیغام دا دی چې تاسو د مرضیې او هاجر هیلې پوره کړئ هغه کسان چې نن د کانکور ازموینه ورکوي هغوی دې موږ ته ووایي، چې که نن موږ هاجر او مرضیه له لاسه ورکړي نورې هاجر او مرضیې شته چې د هغوی نیمکړې لارې تعقیب کړي."




دا په داسې حال کې ده، چې نن له کابل پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل شوې او ټاکل شوې، چې د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه په کابل ښار کې هم د کانکور ازموینه ترسره شي.


د کاج ښوونیز مرکز یوه زده کوونکې اذر ازادۍ راډیو ته وویل، د خپلو ملګرو زده کوونکو لاره تعقیبوي او هڅه کوي چې دا خپله او یا هم د دغه مرکز بل زده کوونکي په ازموینه کې اول نمره شي.


نوموړې وايي: "زموږ یوازینۍ هیله دا ده چې د کانکور په ازموینه کې بریالۍ شو، که موږ امتحان ورنه کړو او په کور کېنو دا معنا چې موږ ماته منلې، خو موږ ماته نه منو، موږ ازموینه ورکوو او دعا کوو چې د کانکو اول نمره هم زموږ له ښونیز کورس څخه وي. تر څو ټول خلک پوه شي چې دوی ماته نه مني."




خو د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز د تېرې جمعې ورځې برید کې ټپي شوي یو شمېر زده کوونکي د کابل ښار د کانکور په ازموینه کې ګډون نه‌شي کولی.


د دې ښوونیز مرکز یو تن استاد نجیب الله ازادي راډیو ته وویل: "ډېر شمېر زده کوونکې ولایتونو ته لاړل او د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي، موږ د هغوی د ښو پایلو په تمه یو. موږ د کانکور د ازموینو د ادارې له مشر سره خبرې کړې دي چې له ټپي زده کونکو څخه څه موده وروسته ازموینه واخلي، ځکه هغوی اوس له فزیکي اوذهني اړخه ازموینې ته نه دي چمتو."


د کانکور ازموینه نن له پلازمېنې پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د میزان په ۲۱مه په کابل کې هم واخیستل شي.




که څه هم د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کانکور د ازموینې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی، خو د دې ازموینې یو شمېر ګډونکونکي لا هم د ازموینې د ځایونو د امنیت په اړه اندېښمن دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یونما د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ۵۳ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net