کابل کې د ایران سفارت مخې ته د یو شمېر افغان مېرمنو لاریون
یو شمېر افغان مېرمنو نن په کابل کې د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ.دغو ښځو شعار ورکاوه چې “ایران راپورته شو او اوس زموږ وار دی.”د راپور پر بنسټ او هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسینو کې خپاره شوي دي ښکاري چې طالبان په هوایي ډزو سره هڅه کوي دغه ښځې سره وپاشي.
