Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د مرستې رسونې بهير پر وړاندې خنډونه؛ اوچا: دوه ميليونه افغانان له مرستو بې برخې شوي

0
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په افغانستان کې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د مرستې رسنوې په وړاندې تر ټولو ډېر خنډونه رامنځته شوي دي.


 ۶۰ کلنه محبوبه چې د کابل په لارو کوڅو کې خیرات ټولوي وايي، د کورنۍ نږدې اووه غړي یې، چې یوه يې نږور او نور لمسیان دي یوازې دې ته سترګې اړوي، چې ماښام به یوه مړۍ ډوډۍ د خوراک لپاره ور وړي.


محبوبه وايي، زوی يې تېرو جنګونو ترې واخیست او اوس دا اړه ده چې په دې عمر د کورنۍ د غړو د مړولو لپاره سوالګري وکړي.


محبوبې ازادي راډيو ته وویل، تر دې دمه ورسره د هیڅ مرستندویه ادارو له لوري مرسته نه‌ده شوې.


نوموړې وايي: "هیڅوک نه‌لرم چې کار وکړي، زه په سپین سر راځم دلته د سړک په سر کښېنم، څوک غواړي چې په دې عمر سوال وکړي، موږ سره هیڅ مرسته نه‌ده شوې، واسطه نه‌لرو."


د ختیځ ولایت ننګرهار اوسېدونکی احمد شاه چې اوس مهال بې روزګاره دی وايي بشري مرستې تر ډېره هغه کسانو ته ورکول کېږي چې د طالبانو په حکومت کې پېژندګلوي لري.


نوموړی وايي: "کومه مرسته چې راځي، هغه کسانو ته ورکول کېږي چې څوک اړیکې ولري، هماغه ملکانو ته ورکول کېږي او هغه کسانو ته چې طالبانو سره اړیکې لري دغریب سړي هیڅوک په کیسه کې نه دي."




دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي دي، چې په تېرې اګست میاشت کې په افغانستان د مرستې رسونې په وړاندې تر ټولو ډېر خنډونه رامنځته شوي دي.


دغه ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې، په دې میاشت کې د مرستې رسونې په ۱۲۹ پېښو کې خنډونه رامنځته شوي چې اویا سلنه يې د طالب وسله‌والو له لوري وو.


په بیان کې راغلي دي، چې په ۳۳ پېښو کې دغه محدودیتونه د مرستو د رسولو د ادارو د موقتي او په یوه پېښه کې د ادارې د یوه دفتر د دایمې تړل کېدو لامل شوي چې له امله يې نږدې دوه میلیونه کسان چې د مرستو مستحق بلل شوي وو له مرستو بې برخې شوي دي.


اوچا ویلي دي، چې په تېر اګسټ میاشت کې ۲ مرسته رسونکي وژل شوي، څلور ټپیان شوي او څوارلس نور توقیف شوي دي.




که څه هم اوچا په دې پېښو کې د لاس لرونکو کسانو نومونه نه‌دي اخیستې خو ویلي دي، په ټوله کې مسولیت طالبانو ته ورګرځي.


دغه ادارې ویلي دي، د روان کال د جولای میاشت په پرتله په اګسټ میاشت کې د مرستې رسونې په وړاندې د خنډونو کچه ۳۹ سلنه لوړ شوی ده.


په ورته وخت کې د طالبانو حکومت وايي، په تېره کې د بهرنیو مرستندویه ادارو ډېری مرستې غیر مستحقو خلکو ته رسېدلې.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مرستو به شفافیت ټینګار وکړ او وې ویل چې، دوی هڅه کوي چې دغه مرستې په شفاف ډول مستحقو خلکو ته ورسیږي.


ښاغلي مجاهد وويل: "د اوچا په ګډون ټولو بهرنیو مرستندویه ادارو ته ویل شوي چې باید د مرستو د وېش په برخه کې شفافیت تضمین کړي او خپل لېستونه له سره جوړ کړي، نو په دې برخه کې به طبعاً شکایتونه وي ځکه د دوی هر څه نوي کېږي او یو شمېر کسان چې له عدم شفافیت يې ګټه اخیسته هغوی به خفه کېږي خو په ټوله کې دا د ملت په ګټه ده."




دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ له کال زیاته موده ووته.


بې روزګاري او لوږه زیاته شوې ده او بې‌وزلي هم خپل اوج ته رسېدلې.


تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي ویلي دي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان له یو سخت کال وروسته اوس د ژمي د قحطۍ له خطر سره مخ دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net