Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

توماس ويسټ: امريکا په افغانستان کې د څو ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښمنه ده

0
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، امریکا په افغانستان کې د یو شمېر ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه ژوره اندېښنه لري، خوطالبان دا ادعاوې ردوي او پروپاګند یې بولي.


ښاغلي ویست د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۸مه د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوې غونډې کې وویل، د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري مخکې له دې چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شي، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان په پلازمېنه کې یې ازادي درلوده.


نوموړي د څو ترهګرو ډولو نومونه واخیستل او ویې ویل، دا ډلې په افغانستان کې فعال حضور لري او امریکا یې له امله اندېښمنه ده.




ښاغلي ويسټ وويل: "موږ د هند په نیمه وچه کې د القاعدی په اړه اندېښمن یو. دغه شان د جیش محمد، لشکر طیبه، انصارالله او یو لوړ نورو ترهګرو ډلو په اړه چې لا هم په افغانستان کې فعال حضور لري، جدي اندېښنه لرو."


ښاغلي ویست وویل، دوی چمتو دي چې له طالبانو سره د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عملي خبرې وکړي.


نوموړي ويلي: "له برید راوروسته موږ د طالبانو له مشرانو سره په اړیکه کې يو او واضح ووایم چې، له دې پېښې وروسته هم موږ چمتو یو چې د ترهګریزو اندېښنو په اړه عملاْ له طالبانو سره ښکېل پاتې شو."




طالبانو مخکې په افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید غندلی خو د ایمن الظواهري جسد یې لا تر اوسه هم نه‌دی تاييد کړی.


دغه امریکایي چارواکی ادعا کوي، چې د دې وضعیت د دوام په صورت کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال شته.


ښاغلي ویست دغه شان د طالبانو د دوه ډلې توب خبره هم وکړه.


نوموړي وویل، چې طالبان هم یوه خوله نه و، یوې ډلې یې په قطر کې خبرې کولې خو تصمیم نیوونکې ډله یې په کوټه کې وه.


نوموړي وویل: "یوه ډله افراد وو چې له موږ سره یې په قطر کې خبرې کولې او بله ډله یې په کوټه کې ناسته وه چې پرېکړه وکړي ایا په مذاکراتو کې د حل جدي لارې ولټول شي که نه او په خبره یې د کوټې ډله بریالۍ شوه او د زور له لارې یې واک ترلاسه کول غوره او عملي کړل."


خو طالبانو په تېره کې دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي، چې دا یوه واحده ډله ده.




د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د ښاغلي ویست څرګندونو ته په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا ادعا ردوو دا واقعیت نه‌لري، په هېواد کې هېڅ بهرنی تنظیم وجود نه‌لري،کوم نومونه چې یاد شوي دا بالکل خیالي دي او د ځینو مغرضو کړیو د پروپاګند له امله یادېږي،موږ نه د چا حضور ته اجازه ورکوو او نه ورته اړتیا ده اسلامي امارت پر ټول هېواد کنټرول لري."


ښاغلي مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکا د جولای په ۳۱مه نېټه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه او وواژه.




له دې پېښې وروسته د امریکا په ګډون د ګڼو هېوادو او سازمانونو چارواکو طالبان تورن کړي چې له القاعدې ډلې سره ټینګې اړیکې لري او دې اړیکو د سیمې او نړۍ په ځانګړې توګه امریکا ته د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.


د پاکستان صدراعظم او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ملګرو ملتونو په ۷۷يمه عمومي اسمبله کې په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net