د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو چينايي وګړی وژل شوی
یوه پولیس چارواکي اسد رضا وویل، حمله کوونکي د یوه ناروغ په جامه کې د غاښونو یوه کلینیک ته ننوتل او سمدستي یې ډزې پیل کړې.
د پولیسو په وینا، درې واړه چینایان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په سند ایالت کې اوسېدل او د پاکستان تابعیت یې اخیستی و.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
