امريکا له اوکرايين سره د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه
په دغو پیسو کې هغو اتلسو پرمختللو راکټي سیستمونو او هغو وسلو ته بوديجه شامله ده چې د بې پیلوټه الوتکې په ضد کاریږي.
سپینې ماڼۍ ویلي، دا مرسته د اوکرايین د ځواکونو د پياوړتیا لپاره کوي.
له کله چې روسیې تېره فبروري میاشته کې پر اوکرايین یرغل پيل کړی، امریکا له اوکرايین سره نژدې ۱۷ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.
