Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د طالبانو حکومت: له روسيې سره مو د نفتي موادو او غنمو د تامين لنډ مهالی تړون کړی

0
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د یوه لنډمهالي تړون له مخې له روسیې څخه غنم، پترول، ګاز او ډیزل په روبلو پېري.


اخوا د مني په را رسېدو افغانان د ژمي د یخنۍ غم اخیستي او شکایت کوي چې، د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي.


دوی وايي، دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي ناورین ځپلي دي او په دومره ګرانه بیه د د دې توکو د اخیستلو وس نه‌لري.


یو شمېر دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې، غوښتنه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې باید په دې برخه کې اقدامات وشي.




د کابل اوسېدونکي نوید په دې اړه ازادي راډيو ته ویل: "تر اوسه پورې تېل او ګاز په لوړه بیه خرڅېږي، د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی، نه‌شي کولای په دومره کم عاید دا توکي واخلي، ژمی را روان دی او په ژمي کې دې توکو ته ډېر ضرورت دی، ځکه خلک پرېشانه دي."


دغه راز د ارزګان ولايت اوسېدونکی عبدالودود وايي: "د یو من غنمو بیه څلور نیم سوه یا پنځه سوه کلدارې یعنې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ کېږي، نو ایا د دې د اخیستلو وس موږ لرو؟ "




تازه د دې ستونزې د حل لپاره د طالبانو حکومت له روسیې سره د غنمو، ډیزلو، پترولو او ګازو د واردولو په برخه کې یو لنډمهاله تړون کړی.


د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته وویل، د دې تړون له مخې به روسیه په کال کې شاوخوا یوملیون ټنه پترول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه ملیون ټنه غنم افغانستان ته ورکوي.


نوموړی وايي: "زموږ تخنیکي ټیم په یاد هېواد کې یوه موده و چې د هغه هېواد له مسولانو سره د نفتي موادو په اخیستلو او د تړون په جزئیاتو کار وکړي. هغوی خپل کار پای ته ورساوه او اوس هڅه کوو چې دا تړون عملي شي."


ښاغلی جواد زیاتوي، چې دوی د روسیې په پيسو یعنې روبلو دا توکي اخلي، داسې مهال چې تر دې مخکې په بهر کې د افغانستان ډېرې سوداګریزې معاملې په ډالرو کېدې.




خو په داسې حال کې، چې د اوکرايین له جګړې وروسته د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو د نورو غړو هېوادونو اړیکې له روسیې سره خرابې شوي او په ورته وخت کې یاد هېوادونه په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په رسمیت نه پېژني او وخت نا وخته پرې د بشري حقونو د نقض په اړه انتقادونه هم کوي، له روسيې سره د طالبانو تازه سوداګریز تړون به له لوېدیځو هېوادونو سره د دوی پر اړیکو څخه اغېز وکړي؟


سیاسي شنونکی طارق فرهادي وايي، دا چې سترو قدرتونو افغانستان یوازې پرېښی او سوداګري نه ورسره کوي، په داسې شرایطو کې افغانان او په افغانستان واکمن حکومت مجبور دي چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر یوه لاره پیدا کړي.


د نوموړي په باور افغانستان داسې یو نظامي ځواک نه‌دی چې له روسیې سره سوداګریز تړون یې له ناټو سره په تقابل کې وبلل شي.




ښاغلی فرهادي وايي: "نور قدرتونه دې مسلې ته په دې سترګه نه ګوري چې افغانستان د ناټو په وړاندې درېدلی دی، افغانستان کوم نظامي ځواک نه‌دی چې له افغانستان بهر کوم تاثیر ولري. لوېديځ هېوادونه په دې پوهېږي او په دې هم پوهېږي چې له هغه وروسته چې افغانستان پرېښودل شو، باید خپله چاره خپله وکړي."


د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړيکې پرې شوې، چې له دې امله د ګڼو لومړنیو توکو بیې هم لوړې شوې خو د خلکو له شکایتونو سره هم دا ستونزه تر اوسه نه‌ده حل شوې او د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي او سون توکو بیې دومره لوړې دي، چې ډېر خلک یې د اخیستلو وس نه‌لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net