Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

فايق: تېر يوه کال کې طالبانو د خپلو ژمنو په ماتولو افغانان او نړيوال ناهيلي کړي دي

0
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې په ټوله کې د وینا والو خبرې په افغانستان کې د روان وضعیت، د نجونو په زده کړو او د مېرمنو د کار په حقونو ورټولې وې.


دې غونډې ته د افغانستان د تېر جمهوري نظام سرپرست دایمې استازي نصیر احمد فایق وویل، چې له له تېر یو کال راهیسې افغان مېرمنې او نجونې له هر ډول حقونو بې برخې دي او په سیستماتیک ډول له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ډګره حذف کېږي.


نوموړي ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې هر باید ژر تر ژره د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي او افغان مېرمنو ته اجازه ورکړل شي چې له خپلو حقونو ګټه واخلي.


ښاغلي فایق د طالبانو حکومت په تېر څه د پاسه یو کال کې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره د کړیو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړ.


ښاغلي فايق وويل: "له یو کال زیات کېږي چې افغانان او نړیواله ټولنه هیله لري چې طالبان به يې غوښتنې ومني او بنسټیزو په ځانګړي ډول د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو، په مساوي ډول د ټولو افغانانو د حقونو ورکول، له جنسیتي، قومي او مذهبي توپير پرته د یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کول چې د قانون حاکمیت او د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکونکی اوسي رامنځته کړي خو تر دې دمه دغه غوښتنې او ژمنې عملي نه شوې او طالبانو موږ ټول ناهیلي کړي یو."




دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو موضوع ته په اشارې سره وویل، زده‌کړه په نر او ښځه فرض ده او باید ټولو ته دا حق ورکړل شي.


خو په دې موضوع د طالب چارواکو بېلابېلو څرګندونو ښودلې چې، تر منځ یې د نظر یووالی نه‌دی موجود.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې د افغانستان دایمې سرپرست استازي دغه شان ادعا وکړه چې، اوس مهال په افغانستان کې د القاعده په ګډون د بېلابېلو تروریستي ډلو فعالیتونه زیات شوي دي او د افغانانو په ګډون د سیمې هېوادونه هم ګواښي.


که څه هم طالبانو تازه د ښاغلي فایق خبرو ته غبرګون نه‌دی ښودلی خو له دې وړاندې يې په افغانستان کې د القاعده په ګډون د ټولو تروریستي شبکو او ډلو موجودیت رد کړی دی.




خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې سرپرست استازي نصیر احمد فایق د تېرې شپې په خبرو کې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې سره وویل، دغه پېښې وښوده چې طالبانو له القاعده سره اړیکې پراخه کړي دي.


نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د مخکني حکومت د دایمي استازي غلام محمد اسحاق زي تر استعفا ورسته سريرست وټاکل شو.




د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو په ۷۷مه عمومي اسمبله کې د پاکستان صدراعظم او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون خبره کړې وه.


ښاغلي فایق دغه شان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په اوسنیو سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


خو نوموړي وویل، بشري مرستې د حل لاره نه‌ده او اړتیا ده چې په یوې حل لارې فکر وشي.


دا په تېره نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا دوهمه غونډه ده چې د دې هېواد په وضعیت په کې بحثونه کېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net