Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

يو شمېر خبريالان: افغانستان کې د کار له دوام ويره لرو

0
په داسې حال کې چې یوناما وايي، افغانستان د رسنیو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره یوه روښانه چوکاټ ته اړتیا لري، یو شمېر خبریالان وايي، په دغه هېواد کې د کار له دوام څخه ويره لري.


دغه خبریالانو ازادي راډيو ته ویلي چې، د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی د ملاتړ لپاره هیڅ یو قانون نه عملي کېږي او له خبریالانو سره د سرچینو همکاري ورځ تر بلې د حاکمې فضا له وجې کمېږي.


دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) سرپرست له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره یوه روښانه چوکاټ ته اړتیا لري.


یوه له هغو خبریالانو چې، د طالبانو په واکمنۍ کې په رسنیو کې کار کوي او نه‌غواړي په راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې د رسنیو کار ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.


نوموړې وايي: "خبریالانو ته اجازه نه‌ ورکول کېږي چې د امنیتي پېښو پوښښ وکړي، په ښار کې ان ځینو عادي مسایلو ته هم اجازه نه‌ ورکول کېږي، چې راپور ورباندې جوړ کړي، خلک دومره وېرېدلي دي چې نه‌شي کولی په ازاده توګه خبرې وکړي، حتی په عادي مسایلو کې لکه ټولنیزې ستونزې، اقتصادی مسایل، په دوی هم خبرې نه‌شي کوي."




په همدې حال کې یوه بله ښځینه خبریاله مینه هم وايي، په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې د دې په وینا په دې برخه کې یو له غوره قوانینو څخه دی، په سمه توګه نه پلی کېږي.


نوموړې د طالبانو د حکومت پر ځینو چارواکو نیوکه کوي چې له ښځینه خبریالانو سره معلومات نه شریکوي.


اغلې مينه وايي: "د افغانستان اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې غوره قانون لرو خو له بده مرغه چې نه عملي کېږي د بیان د ازادۍ د ساتنې لپاره یوه مشخص چوکاټ ته اړتیا ده چې، له مخې یې خبریالان او رسنۍ په ازاده او له وېرې پرته فعالیت وکړي نو ځکه پکار ده چې ژر تر ژره د افغانستان د اسلامي امارت له‌خوا جوړ شي."


د طالبانو د حکومت ویاند په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې څو ځلې ویلي چې رسنۍ او خبریالان د رسنیو د قانون له مخې ازاد کار کوي.


په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) سرپرست مارکوز پوتزل پرون په افغانستان کې له یوې خصوصي رسنۍ څخه د لیدنې پر مهال وویل، خبریالان باید د خپل ځاني خوندیتوب په اړه ونه ویریږي او چوپه خوله پاتې شي.




د یونما دفتر د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه د ښاغلي پوتزل په حواله لیکلي چې: "یوه سالمه ټولنه ازادو رسنیو ته اړتیا لري."


د دغه ټویټ په یوه برخه کې دا هم ویل شوي: "په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ساتنې لپاره یوه روښانه چوکاټ ته اړتیا ده."




د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو یوه استازي چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، ‎د طالبانو حکومت په تېر یو کال کې په دې برخه کې د عدالت غوښتنې سره سره، د رسنیو د کار او د بیان د ازادۍ د ساتنې لپاره کوم مشخص چوکاټ تعریف نه‌کړ.


نوموړي وويل: "د بیان د ازادۍ د ساتنې لپاره یوه مشخص چوکاټ ته اړتیا ده چې، له مخې یې خبریالان او رسنۍ په ازاده او له وېرې پرته فعالیت وکړي او د افغانستان اسلامي امارت باید ژر تر ژره دا مشخص چوکاټ جوړ کړي."


د طالبانو حکومت مرستیال ذبیح الله مجاهد او ویاند یې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه زمونږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.


خو ښاغلي مجاهد مخکې له دې ویلي و، دوی به د رسنیزو سرغړونو کمېسیون بیا جوړ کړي.




په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، ډېر شمېر رسنۍ وتړل شوې، ډېری خبریالان هم بې‌کاره او یا له هېواد ووتل.


په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر خبریالانو ویډیو ګانې او داسې عکسونه خپاره شوي چې، پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته، په هېواد کې دننه او یا هم ګاونډیو هېوادونو کې د درنو کارنو په کولو اخته دي.


په ورته وخت کې په تېر یو کال کې د خبریالانو بندیانول، وهل او ګواښل هغه موارد دي، چې نړیوالو بنسټونو له دې ډلې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو یې په اړه راپور ورکړی دی، هغه موارد چې د طالبانو حکومت رد کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net