Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د کور پر کور تالاشي او غبرګونونه؛ طالبانو کندهار کې ښځينه پوليسې پر دندو ګمارلي

0
په داسې حال کې چې په کندهار کې د طالبانو له لوري د کور په کور تالاشیو پر مهال د ښځینه پولیسو نه موجودیت او دغه شان په هلمند کې د طالب ځواکونو له لوري د دوه مېرمنو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه او انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي، طالبان وايي د هلمند د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي او په کندهار کې د تالاشیو لپاره يې ښځینه پولیسي پر دندو ګومارلي دي.


د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ طالبانو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کورونو د تالاشۍ پر مهال د یوې کورنۍ له غړو سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغوی ډزې وکړې چې له امله يې دوه مېرمنې ووژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شول.


د کندهار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې ولایت کې طالب ځواکونه د کور په کور تالاشیو پر مهال له خلکو سره ناسم چلند کوي.




د دې ولایت ګڼو اوسېدونکو پر ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر لیکلي دي، چې د پلټنو پر مهال له طالب ځواکونو سره د ښځینه پولیسو نه موجودیت او دغه شان د طالبانو ناسم چلند ګڼې ستونزې را پیدا کړي دي.


د کندهار یوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "کومې تالاشیاني چې اوس مهال طالبانو په کندهار کې پیل کړي دي، دوی په کورونو کې په خپل سر ننوځي او ښځینه کارمندانې هم ورسره نه وي، خلکو ته کالي او د کور وسایل ګډ وډوي، دې کار خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي، داسې چې کله دوی ځي وروسته بله ډله راځي هغوی طالبان نه وي بلکې غله وي ځکه نه معلومیږي نه رسمي یونیفورم شته او نه له دوی سره کوم رسمي کارت."




د کندهار یو شمېر نورو اوسېدونکو بیا په ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټويټر کې ادعاوې کړي او لیکلي يې دي، د هغه څه په اړه چې په تېرو شلو کلونو کې يې په اړه طالبانو انتقادونه کول او ویل چې بهرني ځواکونه د افغانانو کورونو ته ورځې اوس دغه چاره طالبان پخپله کوي، چې په وړاندې يې د خلکو کرکه زیاتیږي.


دوی د تالاشیو پر مهال د ښځینه پولیسو موجودیت اړین بللی او له خلکو سره يې د طالب ځواکونو پر سم چلند ټینګار کړی دی.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغو ادعا ګانو په اړه زمونږ پوښتنه ځواب نه‌کړه.


خو د کندهار د ولایتي ادارې له لوري په خپرو شویو ویډيو ګانو او انځورونو کې ښکاري چې طالب ځواکونه د کور په کور تالاشۍ پر مهال چې ښځینه پولیسې هم ورسره شته، له خلکو سره ښه چلند کوي او خلک هم ظاهرا په دې ویډيو ګانو کې د طالبانو له چلنده خوښ دي.


دا په داسې حال کې ده چې همدا روانه اوونۍ د یکشنبې په ورځ د کندهار په ګاونډ هلمند ولایت کې طالب ځواکونو د کورونو د تالاشۍ پر مهال د یوې کورنۍ له غړو سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغوی ډزې وکړې چې له امله يې دوه مېرمنې ووژل شوې او د دوه ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شول.




د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په دې اړه وايي، په هلمند کې يې د هغه پېښې په اړه څېړنې پیل کړي، چې له امله يې د طالب ځواکونو په ډزو کې دوه مېرمنې وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "چا چې دا ډزې کړي او ستونزه يې پېښه کړې هغه نیول شوي او دې موضوع ته پلاوی هم ټاکل شوی دی د بېلابېلو ارګانونو نه چې کله څېړنې پای ته ورسېدې تاسې سره به يې په اړه معلومات شریک کړو."




د تېر جمهوري نظام د بشر حقونو ریسې شهرزاد اکبر پر خپل ټویټر لیکلي دي، په هلمند او کندهار کې د کور په کور تلاشيو پر مهال له خلکو سره د طالب وسله والو ناسم چلند او د دوه مېرمنو وژل کېدل ویرونکي او د اندېښنې وړ خبره ده.


د زیانمنې شوې کورنۍ غړي په دې اړه څه نه وايي خو خود سیمې يو اوسېدونکی چې نه يې غوښتل نوم خپور شي ازادي رادیو ته وویل: "دوه مېرمنې شهیدانې شوي، یوه د ملک اخلاص مور ده یوه يې کور والا ده، ولا یو بد حالت دی، سړی به څه ووايي، داسې تالاشي ما ولاکه کله لیدلې وه."




دغه راز د سيمې يو بل اوسېدونکی هم چې نه‌غواړي نوم واخيستل شي وويل: "دا په هلمند کې پېښه شوې ده، د ملک اخلاص په کور کې د تالاشۍ پر مهال طالبانو په خلکو ډزې کړې دي او دا پېښه رامنځته شوې ده."


که څه هم د طالبانو حکومت په کندهار او هلمند کې د کور په کور تالاشیو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې يې د کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې کور په کور تلاشيو ته د تصفیوي عملیاتو نوم ورکړی و.


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ را وروسته چې څه د پاسه یو کال ترې تېریږي، د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې تړلي دي او مېرمنې کار ته نه پرېښودل کېږي.


هغه زرګونه مېرمنې چې د تېر جمهوري نظام پر مهال يې په پولیسو کې دندې درلودې ډېرې يې بې‌کاره شوي او اوس مهال په کورونو ناستې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net