Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

راپور: نړۍ کې د عصري غلامۍد شمېر په زیاتېدو افغانستان هم اغېزمن شوی

0
ملګري ملتونه وایي، تېر کال په نړۍ کې شاوخوا پنځوس میلیونه وګړو په نوې یا عصري غلامۍ کې ژوند کاوه.


د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی لس کلن فیصل چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له خپل پلار سره د میدان ښار په یوه لمنه کې خښتې وهي.


دا یوازې فیصل نه دی چې په کم عمر یې شاقه کار ته مخه کړې، بلکې په افغانستان کې روان ناوړه اقتصادي وضعیت ډېرې کورنۍ دې ته اړ ایستلي چې په خپلو کم عمره ماشومانو درانه او شاقه کارونه وکړي.


د ځینو راپورونو له مخې ان یو شمېر کورنۍ دې ته مجبوره شوې چې خپلې وړې لوڼې له وخته مخکې واده کړي.


د ملګرو ملتونو د کار سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د تېر۲۰۲۱ کال ترپایه شاوخوا پنځوس میلیونه وګړو په نړۍ کې په نوې یا عصري غلامۍ کې ژوند کاوه.


افغانستان هم یو له هغو هېوادونو بلل شوی چې په کې جبري کار یا جبري ودول ډېر زیات دي.


دا د پنځو کالو مخکې راپور په نسبت په سلو کې ۲۵ زیاتوالی ښيي.


د کار نړیوال سازمان او شریکانو یې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د بېلګې په توګه د جنسي سوداګرۍ ته په اشاره یې ویلي چې دې پدیدې د هرو څلورو تنو چې اجباري کار ته اړ ایستل شوي، یو یې اغېزمن کړی دی.


بې وزله، ښځې او ماشومان تر ټولو زیات د دغه وضعیت ښکار شوي دي.



د کار نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د مهاجرت له نړیوال سازمان او واک فري بنسټ سره چې په نړۍ کې د معاصرې غلامۍ څارنه کوي، په ګډ راپور کې ویلي چې د تېر کال تر پایه په نړۍ کې ۲۸ میلیونه وګړي جبري کار کولو ته اړشوي و او ۲۲ میلیون یې هم جبري ودونو ته.


په دې راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی، دغه راز ویل شوي چې دا د پنځو کالو مخکې راپور په نسبت چې په ۲۰۱۷ کال خپور شوی، په نړۍ کې د هغو کسانو په شمېر کې چې په عصري غلامۍ کې ژوند کوي، لس میلیونه زیاتوالی ښيي.


د راپور پر بنسټ، دوه پر درېیمه برخه زیاتوالی یوازې په جبري ودونو پورې تړاو لري.


د واک فري فونډیشن مشرې ګرس فوریسټ اسوشیتید پرس ته ویلي، په دې کې هېڅ شک نه شته چې پنځوس میلیونه وګړي یوه محافظه کاره شمېره ده ځکه د ماشومانو د جبري واده او د هغو د تر ټولو ناوړه ډولونو یعنې جبري کار کولو ترمنځ تشې موجودې دي.


د نوموړې په خبره دا په ټوله نړۍ کې په عصري غلامۍ کې د خلکو د ژوند کولو یو بنسټیز اټکل دی.


د افغانستان ترڅنګ، بنګله دېش، کانګو، مصر، هند، یوګاندا او یمن په نړۍ کې د عصرۍ غلامۍ له ټولو زیات ځپل شوي هېوادونه بلل شوي دي.


خو په دې راپور کې دغه راز ویل شوي چې شتمن هېوادونه هم له دغې ستونزې خوندي نه دي او وایي، نږدې د هرو څلور جبري ودونو یو یې په لوړ یا ور څخه څه کم په متوسط عاید لرونکو هېوادونو پورې تړلی دی.


د شمېرو له مخې په افغانستان کې د لسو او پنځلسو کلونو ترمنځ شاوخوا دوه میلیونه ماشومان شاقه کارونه کوي.


د جبري ودونو په اړه کره شمېرې نه شته خو په دې وروستیو کې چې پر افغانستان اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو پراخ سیوری غوړولی، د جبري ودونو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.


په نړۍ کې د جبري ودونو دوه درېیمه برخه یې په اسیاـ فاسفیک سیمې پورې چې د نړۍ زیات نفوس په کې اوسي، تړلی خو په عربي هېوادونو کې هم د جبري ودونو شمېر زیات دی او د هرو زرو وګړو نږدې پنځه یې جبري ودونو ته اړ ایستل شوي دي.


مېرمن فوریسټ په یوه بیان کې وویل، عصري غلامۍ د انسان په لاس رامنځته شوې یوه ستونزه ده چې له تاریخي غلامۍ او د دوامداره نابرابرۍ له جوړښت سره تړلې او د کار د نړیوال سازمان مشر ګای ریډر بیا د دغې غلامۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د پراخو هڅو غوښتنه کړې ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net