Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2022

د ښوونیز کال پیل؛ طالبانو ختیځ کې نجونې ښوونځیو ته نه دي پرېښي

0
نن د وږي یا سنبلې پنځلسمه د افغانستان په ګرمو سیمو کې له کلنۍ رخصتۍ وروسته د نوي ښوونیز کال د پیل ورځ ده.


مریم د لغمان ولایت اوسېدونکی او د اتم ټولګي زده کوونکې ده.


دې هم هیله درلوده چې په دې ولایت کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم به د زده کړو اجازه ورکړل شي خو دا هیله يې یوازې هیله پاتې شوه.


هغه وايي: "سږ کال زموږ په سیمه کې د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم موږ هیله درلوده چې طالبان به موږ ته ښوونځيو ته د تګ اجازه راکړي، خو له بده مرغه په ختیځو ولایتونو کې یو وار بیا هم نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه. موږ چې د زده کړو کومې هیلې درلودې هغه مو له خاورو سره خاورې شوې."


د لغمان په ګاونډ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هم نجونې له ورته نا هیلي حالت سره مخ دي.


د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې ځلا وايي: "له بده مرغه چې تر دې دمه په ننګرهار کې نجونو ته د زده کړو د کولو اجازه نه شته. په دې تمه او امېد یم چې زموږ پرمخ هم د ښوونځيو دروازې خلاصې شي او موږ خپلې زده کړې تمامې کړو."


نن د سنبلې پنځلسمه د افغانستان په ګرمو ولایتونو کې د نوي تعلیمي کال د پیل ورځ ده.


د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان که څه هم دقیقې شمېرې نه لري، خو وايي تمه ده چې زیات شمېره جدید شمول زده کوونکي لومړنیو ټولګیو ته د زده کړو په هدف لاړ شي.


ریان ازادي راډيو ته په لیکلي پیغام کې ویلي، لا هم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو د زده کړو د پیل په اړه تازه څه نه شته.




خو دا په داسې حال کې ده چې په یو تازه اقدام کې د پکتیا ولایت په څمکنیو او مرکز ګردېز کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په وړاندې ښوونځي پرانېستل شوي دي.


د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي خالقيار احمدزي رسنیو سره په خبرو کې تاييد کړې چې په څمکنيو او مرکز ګرديز کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پنځه ښوونځي بېرته فعاله شوي.




خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حساب ورکولو په کلني کنفرانس کې وویل، چې په پکتیا کې د یو شمېر ښځینه ښوونځيو د خلاصون په اړه کره معلومات نه لري، په خبره یې پلټنې روانې دي چې په یاد ولایت کې ښوونځي د چا په لارښوونه او په کومو تدابیرو سره پرانېستل شوي دي.




خو تېره ورځ په کور دننه یو شمېر افغانانو په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو کارونکو په پکتیا کې د ښوونځيو د خلاصېدو پرېکړه په پراخه کچه ستایلې او له طالبانو يې غوښتي چې په رسمي ډول په ټول افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.


د بشر حقونو یو شمېر بنسټونو بیا ویلي دي چې په پکتیا کې د خلکو له لوري د ښوونځيو خلاصول دا په ډاګه کوی چې خلک د نجونو زده کړو ته لېوالتیا لري.


د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل دغه پرېکړه د نورو سیمو خلکو ته هم پیغام ورکوي چې ورته اقدام وکړي.




بار وویل: "له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې ښوونځيو د تړلو پرېکړه په بشپړ ډول د افغانانو د غوښتنو خلاف عمل دی. دوهم دا چې دا کار په ډاګه کوي چې د مسوولانو لپاره د پرېکړې د کولو یوه فضا رامنځته کړي چې ښوونځي پرانېزي. زه هیله لرم چې طالبان به په نورو ولایتونو کې ښوونځيو ته د خلاصېدو اجازه ورکړي او دغه پرېکړه په نورو ولایتونو او د پکتیا په نورو سیمو کې هم عملي شي، دا کولای شي د نجونو لپاره یو مهم او ښه ګام وي، چې د یو کال زده کړو ضایع کېدو وروسته لا هم د زده کړو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي."


که څه هم طالبانو تېر کال واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو د دوام رسمي اجازه نه ده ورکړې، خو د راپورونو پر بنسټ په بلخ، کندز، جوزجان، هرات او د بادغیس ولایت په یو شمېر ښوونځي کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته زده کړې وې چې په یو شمېر ولایتونو کې بیا د دوی پرمخ هم ښوونځي وتړل شول.


طالبانو د ښوونیز کال په پیل کې ژمنه کړې وه چې د نجونو لپاره به ټول ښوونځي پرانېزي، خو په وروستیو شېبو کې له خپلې ژمنې په شا شول او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانېستل یې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net