Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ د اختلاف ټکي کوم دي؟

0
یو شمېر امریکایي او د طالبانو سرچینې وايي چې دواړو لوریو د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو لپاره د یو مېکانېزم د رامنځته کولو په چاره کې پرمختګ کړی خو لا هم ځیني اختلافات شته.


د رویټرز د راپور له مخې د دغو سرچینو په حواله یوه د اختلاف وړ موضوع داده چې طالبان د افغانستان بانک لپاره د ګومارل شویو جګپوړو سیاسي مشرانو چې د یوه نوم یې د امریکا د ترهګرو په فهرست کې دی، له لېرې کولو څخه ډډه کوي.


امریکایي چارواکي او طالبان د افغانستان د ملیارډونو ډالرو د هغې شتمنۍ د ازادېدو لپاره د یوه مېکانېزم په رامنځته کېدو خبرې کوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې ډېره برخه د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.


امریکایي او د طالبانو چارواکو په بهر کې د افغانستان بانک د کنګل شویو ملیارډونو ډالرو په اړه چې یوه وجهي صندوق ته ولېږدول شي، خپل وړاندیزونه سره شریک کړي دي.


دا خبره درې سرچینو چې په دې اړه له ترسره شویو خبرو مالومات لري، رویټرز خبري آژانس ته کړې ده.


خو دوو نورو سرچینو ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ یو اساسي اختلاف لا پاتې دی او هغه دا چې طالبان له دې ډډه کوي چې د افغانستان بانک د مشرتابه لپاره ګومارل شوي سیاسي چارواکي چې یو یې د نورو طالب مشرانو ترڅنګ د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی، ګوښه کړي.




د طالبانو د حکومت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي چې طالبان د امریکا له لوري له هغې وړاندیز شوې طرحې سره چې له مخې یې دغه پیسې یوه وجهي صندوق ته لېږدول کېږي، مخالفت نه‌لري خو له دې سره چې د دغه وجهي صندوق چارې به یو درېیم ګړی تنظیموي، مخالف دي.


د رویټرز د راپور له مخې د یوې امریکایي سرچینې په حواله چې هویت یې پټ ساتل شوی، متحدو ایالتونو د یوه مېکانېزم د رامنځته کولو په اړه چې دغه وجهي صندوق به یې هم یو جز وي او چارې به یې لکه د افغانستان د بیارغونې لپاره د نړیوال بانک په چوکاټ کې جوړ شوي نړیوال بورډ ته ورته یو بورډ تنظیموي، له سویس او یو شمېر نورو لوریو سره خبرې ترسره کړي دي.


د نړیوال بانک تر ادارې لاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره وجهي صندوق د دې لپاره رامنځته شوی و چې د لویدیځ ملاتړي تېر حکومت لپاره د نړیوالو پراختیایي مرستې په‌کې راټولې کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په بهرنیو چارو کې د سویس فدرالي ادارې په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه.


 




د افغانستان بانک د عالي شورا یوه غړي شامحمد محرابي رویټرز ته ویلي چې تر اوسه یوه موافقه نه‌ده ترلاسه شوې خو دا چې طالبانو د امریکا وړاندیز نه‌دی رد کړی دا یو مثبت اقدام دی.


د طالبانو د چارواکي په وینا طالبان دې ته اماده دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا یوه ګومارل شوي قراردادي ته چې د افغانستان بانک د تورو پیسو د سپینولو د مخنیوي لپاره د پالیسۍ پر تطبیق څارنه وکړي، اجازه ورکړي او هم پرېږدي چې متخصص څارونکي افغانستان ته لاړ شي.


خو طالبان دې ته اندېښنه لري چې د امریکا طرحه به ښايي د افغانستان له مرکزي بانک سره یو موازي مېکانېزم رامنځته کړي.


طالبان دغه راز دې ته چمتو نه‌دي چې د افغانستان بانک د مرستیال نور احمد آغا په ګډون چې نوم یې د امریکا د ترهګرو په فهرست کې دی، ګومارل شوي جګپوړي سیاسي چارواکي له دندو لېرې کړي.


د رویترز په لیکنه امریکایي سرچینې دا خبره چې هغه وجهي صندوق به چې امریکا یې وړاندیز کړی، د افغانستان بانک سره د یوه موازي مېکانېزم په معنا وي، رد کړې ده.


امریکایي چارواکي له طالبانو سره د امریکا په بانکونو کې د کنګل شویو اوو ملیارډو ډالرو د نیمایي درې نیم ملیارډ ډالرو د ازادېدو د څرنګوالي په اړه خبرې کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په مشروط ډول چې هغه به د طالبانو لاس ته نه لویږي، ازادې کړي دي.




پاتې درې نیم ملیارډ ډالره هم پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې د تروریستي حملو د قربانیانو د کورنیو حقوقي دعواوو لپاره بندې شوي دي.


د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان شاوخوا نهه ملیارډ ډالره شتمني په بهر کې کنګل شوې چې اوه ملیارډ ډالره یې په متحدو ایالتونو کې بنده ده.


افغانستان چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یې د بهرنیو دولتونو او د بشري حقونو ډلو عمده غوښتنې پر دې څرخي چې طالبان دې پر بشري حقونو له سرغړونو لاس واخلي، له محاکمو پرته وژنې دې بندې کړي او د نورو مسایلو تر څنګ دې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار په وړاندې خنډونه لرې کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net