Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

رسنۍ: طالبانو له پاکستان سره د ډبرو سکرو په اړه نوې هوکړه کړې

0
پاکستان او د طالبانو حکومت هغه هېواد ته د افغان ډبرو سکرو د صادراتو د زیاتېدو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. 


یو کس د سمنګان په دره صوف کې د ډبرو سکرو د کان په استخراج کې کار کوي.


هغه چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي، د طالبانو له راتګ وروسته په دې ولایت کې د ډبرو د سکرو استخراج زیات شوی دی.


نوموړي وویل: "اوسمهال استخراج زیات شوی دی. مخکې به یو ګروپ په ورځ کې یو یا دوه ټنه استخراج کاوه خو اوس درې ټنه کار کوي. اوسمهال کانونو ته سمه رسېدنه نه کېږي حکومت هم سمه رسېدنه نه ورته کوي. د کانونو وضعیت هم خراب دی. که کانونو ته پام ونه شي دلته په کار بوخت کاریګر له خطر سره مخ کېږي او دا کانونه تلپاتې نه وي بلکې سقوط کوي، ځکه په څو میاشتو کې چې کار په کې وشي سقوط کوي."


په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډبرو سکرو د نوي هوکړې پر بنسټ به له دې وروسته د چمن ـ بلوچستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د خرلاچي او غلام خان بندرونو له لارې هم د ډبرو سکرو صادرات پیل شي.


دغې ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې د دواړو لوریو ترمنځ تازه هوکړه افغانستان ته د پاکستان د اقتصادي پلاوي په سفر کې شوې ده.


ډاڼ ورځپاڼې د یو شمېر پاکستاني چارواکو له قوله ویلي دي، چې د افغانستان د ډبرو سکاره به پر پاکستاني روپیو اخیستل کېږي.


د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال صالح محمد فاروقي په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته تللی او په خپل درې ورځني سفر کې یې له طالب چارواکو سره پر سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو خبرې وکړې.




د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر ازادی راډیو ته ویلي و، چې بحثونه تر ډېره له افغانستانه د ډبرو سکرو پر صادراتو او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا وه.


پاکستان په داسې حال کې له افغانستانه د ډبرو د سکرو په صادراتو کې زیاتوالی راولي، چې اوسمهال په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو د یو ټن بیه ۳۵۰ ډالرو ته رسېدلې ده.


پاکستان د برښنا په دوه فابریکو کې د انرژۍ د تولید په هدف له افغانستانه د ډبرو سکاره په کمه بیه اخلي.


خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي، چې د ډبرو سکرو د یو ټن بیه يې ۲۸۰ ډالرو ته رسولې ده.


وزارت دغه شان ویلي دي، چې د ډبرو د سکرو د صادراتو په اړه يې د پاکستان له حکومت سره هېڅ ډول هوکړه نه ده لاسلیک کړې.


د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان ازادي راډيو ته وویل، چې دوی د ډبرو سکاره په خصوصي سکتور پلوري دا بیا په هغوی پورې اړه لري چې په کومو اسعارو يې په کوم هېواد پلوري.


برهان زیاتوي: "موږ له پاکستاني حکومت سره رسمي هوکړه نه لرو او نه په دې اړه له پاکستان سره کومه ناسته شوې ده. موږ د ډبرو سکاره په خصوصي سکتور او سوداګرو پلورو دا نو په هغوی پورې اړه لري چې د کومو اسعارو پ مقابل کې يې په پاکستان پلوري."


د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د ډبرو سکرو د اتیا کانونو له ډلې يې اوسمهال یوازې له ۱۷ استخراج روان دی.


د دې وزارت په خبره د ډبرو سکرو په دې ۱۷ کانونو کې ۲ میلیارده او ۳۵۰ میلیونه ټنه د ډبرو سکاره تثبیت شوي دي او که د ورځې په منځني ډول ترې لس زره ټنه ډبرو سکاره استخراج شي نو شوني ده چې ۵۵۰ کاله ترې ګټه واخیستل شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net