Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

خبریاله سلګۍ احساس: د طالبانو په نوم وسله والو ګواښلې او ډبولې یم

0
په ننګرهار کې د سلګۍ احساس په نوم یوه خبریاله ادعا کوي٬ چې پرون د طالبانو په نوم ځینو کسانو ګواښلې او وهلې ده.


سلګۍ احساس په ننګرهار کې له خصوصي رسنیو سره کار کړی.


هغه ادعا کوي٬ چې پرون د دې ولایت د سره‌رود ولسوالۍ په بالاباغ سیمه کې د یو شمېر وسله‌والو له‌خوا چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، ورسره تاوتریخوالی شوی.


سلګۍ نن ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکو پرې ډزې کړي او د سپکاوي په ګډون یې، د ټوپکو په کنداغونو په سر او د ولو په منځ کې پرې درانه درانه ګوزارونه کړي.


هغې زیاته کړه: "ما لاسونه پورته کړل، چېغه مې کړه، ټیلیفون راڅخه ولوېد. ښکته لاندې د سیند پر غاړه ښځې هم ناستې وې. هغوی هم راغلې چېغې یې کړې. دې لور ته یو دوه کاکان وو، هغوی هم راغلل. له ما موبایل لوېدلی و، کله چې مو پورته کاوه، پر ما یې ګوزار وکړ، د اوږو په منځ یې ووهلم، زه په ګونډو شوم، دویم ګوزار یې زما په سر وکړ، بیا نوره نه‌یم پوهه شوې."


هغه زیاتوي، وړاندې له دې چې بې هوښه شي، د وسله‌والو دا خبره یې اورېدلې، ځکه له دې برخلیک سره مخ ده چې د دوی له ګواښونو سره سره، ولې په کور نه‌ده ناسته.


سلګۍ زیاتوي، له وړاندې یې کورنۍ ته ګواښونه کېدل٬ چې باید له دندې لاس واخلي او په کور کېني، خو اوسنیو حالاتو کې اقتصادي ستونزو د دې اجازه نه ورکوله چې په کور کې پاتې شي.


سلګۍ احساس وړاندې د انعکاس په نوم په ننګرهار کې له یو خصوصي راډیو تلوېزیون سره کار کوه، خو اوس په سره رود ولسوالۍ کې یوې خصوصي ادارې سره کار کوي.


د انعکاس راډیو تلوېزیون د طالبانو له راتګ وروسته وتړل شو، خو وړاندې یې څو تنه ښځینه خبریالانې له برید سره مخ شوي او وژل شوې دي.




سلګۍ احساس اوس له طالبانو غواړي٬ چې دا پېښه وپلټي او د دې امنیت خوندي کړي.


له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو ځواب یې رانه کړ.


خو د سویلي اسیا د خبریالانو ټولنې یا سارک یوه اعلامیه کې پر دې افغان ښځینه خبریالې برید غندلی او له طالبانو یې غوښتي٬ چې له دې ډول پېښو سملاسي لاس په سر شي.


سارک یوه اعلامیه کې لیکلي، سلګۍ احساس وهل شوې او د وهلو پر مهال بې‌هوښه شوې او د سیمې د خلکو له‌خوا روغتون ته وړل شوې ده.


د سویلي اسیا د خبریالانو ټولنې له طالبانو غوښتي٬ چې د خپلو هغو وسله‌والو پر وړاندې چې په دې غیر انساني حرکت کې لاس لري اقدام وکړي او په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ او د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي.


سره له دې چې طالبان وايي، په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب او د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو له هغې نېټې چې دوی بیا واکمن شوي، اطلاعاتو د لاسر‌سي په ګډون له خبریالانو سره د دوی د بد چلند په اړه شکایتونه مخ په ډېرېدو دي.


د تېرې اوونۍ کیسه چې لا توده روانه ده، د طالبانو د یوې اسټرالیوۍ خبریالې لین او ډونیل نیول دي.


لين او ډونېل یوه ورځ وروسته تر نیول کېدو، د جولای په ۲۰مه له افغانستانه ووته او پاکستان ته ولاړه.


هغې له افغانستانه تر وتو وروسته پر فارن پالیسي انلاین په یوه مطلب کې ولیکل، له دې وروسته به هېڅکله نه دا او نه نور لویدیځ خبریالان افغانستان ته ولاړ شي.



طالبانو پرون هغه پر جاسوسۍ تورنه کړه، خو لین او ډونیل نن د طالبانو دا خبره په تمسخر واخیسته او په خپله ټویټرپاڼه یې ولیکل، طالبان نه‌شي کولای پر ده لګېدلی تور ثابت کړي.




له خبریالانو او د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټونه دا نیوکه هم کوي٬ چې طالبان د خبریالانو د غږ د خاموشه کولو لپاره پر هغوی بېلابېل تورونه لګوي او توطیې ورته جوړوي.


د دې کار ښه بېلګه په ارزګان کې د دوو خبریالانو نیول دي چې طالبانو پرې د اخلاقي تورونو ادعا وکړه، خو بېرته د طالبانو محکمې دوی بې‌ګناه وبلل او له بنده ازاد شول.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net