جوزجان کې د کولرا ناروغۍ له امله ۱۲ کسان مړه شوي
د جوزجان د عامې روغتیا یوه مسوول خالص قادري ویلي چې په کولرا له اخته کسانو څخه ۱۲ تنه روغتونو ته تر رسېدو مخکې مړه شوي.
تر دې مخکې په کندهار، هلمند، زابل او څو نورو ولایتونو کې سلګونه کسان په کولرا اخته شوي او لسګونه کسان مړه شوي دي.
روغتیاپالان ټینګار کوي چې د کولرا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې او پاکوالی رعایت او په تېره بیا جوش کړې یا تصفیه شوې اوبه وڅښل شي.
