Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

کابل ته راغلي پاکستاني پلاوي او طالب چارواکو کومې هوکړې کړي؟

0
کابل ته د یو پاکستاني سوداګریز پلاوي تر سفر ورسته، اوس د طالبانو حکومت وايي، له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په هدف هوکړه شوې، چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو باربري لارۍ اجازه ولري چې د افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.


په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، دغه شان به د سیمه‌يیز اتصال په هدف د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه ناسته په مناسب وخت کې ترسره شي.


د طالبانو د حکومت له لوري په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني لوري ډاډ ورکړ چې د واګه سرحد له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو په وړاندې هیڅ ډول محدودیت شتون نه‌لري.




دغه شان دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د روان میلادي کال له اګست میاشتې وروسته به د دواړو هېوادونو بابري لارې د افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ ولري.


د طالبانو حکومت وايي، په دې ناسته کې د افغانستان په استازولۍ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د پاکستان په استازولۍ د یاد هېواد د سوداګرۍ وزیر برخه لرله.


په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د سوداګریزو توکو د انتقال د مودې په اړه دواړه لوري دې پایلې ته ورسېدل چې پاکستان په هغو ټرانزیټي توکو چې د دوی له خاورې افغانستان ته داخلیږي هیڅ زماني قید نه وضع کوي. همدارنګه افغانستان د خپلې خاورې څخه پاکستان ته د توکو د لېږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه."




په اعلامیه کې راغلي، چې د سیمه‌يیز اتصال په هدف به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه ناسته په مناسب وخت کې ترسره شي، خو په اعلامیه کې يې د دقیق وخت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.


دغه شان د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه شوې چې د تورخم او سپین بولدک لارې به هره ورځ څلرویشت ساعته خو د غلام خان او ډنډ پټان لارې به هره ورځ دولس ساعته د ټرانزیټ لپاره خلاصې وي.


په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې پاکستاني لوري د اپټا تړون "۲۰۱۰" ته ژمنتیا څرګنده کړه او دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د اپټا ۲۰۲۱ عنوان لاندې د ترسره شوو خبرو اترو په ترڅ کې د هغو کارونو د بشپړتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي چې پرې توافق رامنځته شوی وو.


مخکې تر دې د پاکستان سفارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی پلاوي د سوداګرۍ، ټرانزیت د پیاوړتیا او د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړي.




خو له افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو د پراختیا او د بیو د کمولو په اړه چې مخکې ویل شوی وه په دې اړه خبرې کېږي، نه د طالبانو د حکومت او نه هم په افغانستان کې د پاکستان سفارت په اعلامیه کې څرګند څه ویل شوي دي.


په ورته وخت کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونه له پاکستانه غواړي چې په کړیو ژمنو عمل وکړي.


د دې خونې رئیس یونس مومند ازادي راډيو ته وویل که څه هم د پاکستاني پلاوي په دې خبرو کې د افغانستان خصوصي سکتور برخه نه لرله، خو په خبره یې اصل تړون اپټا دی چې اوس یې د عملي کولو لپاره دواړه هېوادونه لاس په کار شوي دي.


نوموړي ويلي: "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ رسمي تړون اپټا دی چې باید ژر تر ژره لاسلیک شي، فرعي ژمنې ښايي ګټورې وي خو موږ غواړو چې ټولو شیانو ته رسمي بڼه ورکول شي او دا ټول شیان په اپټا تړون کې شامل شي او دا تړون ژر تر ژره لاسلیک شي."




د اپټا تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د امریکا متحدو ایالاتونو په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د پنځه کالو لپاره لاسلیک شو.


د افغانستان د سوداګرۍ خوني مسولین وايي که د اپټا تړون د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ شي، پر بنسټ به یې افغان سوداګر وکولای شي د پاکستان له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو کچه ډېره کړي او په بدل کې به یې پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزه لار پیدا کړي.


د طالبانو د حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي چې دواړو لوریو څرګنده کړه چې د ځانګړي مېکانېزم په جوړولو سره به د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د ویزې اخیستلو اسانتیاوې رامنځته شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net