Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

امریکا د افغانستان د ۳،۵میلیارد ډالره شتمنیو په اړه اندېښنې لرې کوي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ، دوی د افغانستان بانک د ۳،۵ میلیارده ډالرو شتمنیو په تړاو د اندېښنو د لرې کولو لپاره کار کوي.


وروسته له هغه چې ځېنو امریکایي چارواکو د افغانستان بانک له درې نیم میلیارده ګنګل شویو پیسو نه ګټې اخیستنې ته د زمینې برابرولو د هڅو خبر ورکړ، اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استفادې په اړه یې د اندېښنو په لرې کولو کار کوي.


د دې وزارت ویاند نډپرایس تازه په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته ویلي دي ، چې په دې اړه بحث روان دی.




پرایس وویل: "بحث لا روان دی موږ هڅه کوو چې ژر تر ژره د افغانستان د بانک د ۳،۵ میلیارده ډالرو شتمنیو نه د استفادې په اړه اندېښنې لرې کړو، ترځو ډاډ تر لاسه کړو چې دا پیسې د افغانستان د خلکو په ګټه دي، نه د طالبانو. موږ له افغانانو سره کار کوو. موږ له محلي شریکانو سره په فني کچه کې کار کوو، ترڅو لویو اقتصادي زیربناوو ته رسېدنه وشو کړای. هغه څه چې زمونږ په باور د اوسنیو بشر دوستانه ځوابونو د موثریت لپاره لازم ثبات برابروي او ډېری هغه موارد به را کم کړي چې د بشري ناورین لامل ګرځېدلي، هغه چې نن سبا یې موږ ګورو."


دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ځېنو امریکایي چارواکو چې نه غواړي نوم یې خپور شي، د دوشنبې په ورځ په یوې انلاین غونډه کې ویلي چې د افغانستان بانک د درې نیم میلیارده ګنګل شویو پیسونه د ګټې اخیستنې هڅې روانې دي څو دا پیسې د افغانانو په واک کې ورکړل شي.


دوی ویلي هڅې رواني دي، چې افغانان د افغانستان بانک له اوو میلیاده ډالرو نه نیمې یې چې په امریکا کې کنګل شوي ګټه واخلي.


په ورته وخت کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانکړی استازی ټوماس ویسټ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې اړه یې د طالبانو له استازو سره په دوحه کې خبرې اترې درلودلې.




که څه هم د طالبانو حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک، د دې راپور تر خپرېدلو پورې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د امریکا لخوا د افغانستان بانک د شتمنیو له ازادولو نه هرکلی کړی و.


خو د اقتصادي چارو پوه داود مایار وایي، چې کنګل شوې پیسې یوه لګښتي زېرمه نه ده.


مایار وویل: "دا زېرمه شوې پیسې د مصرف لپاره نه دي. دا د یوه هېواد اعتبار په نورو هېوادونو کې ټینګوي. که دا پیسې مصرف شي زیان یې په اوږده مهال کې افغانستان ته رسېږي. دا پیسې د ملت حق دی، خو اوس ناشونې ده، چې خلکو ته ورسېږي او نظام ته ونه رسېږي. زما په اند دا عملي نه دی."


امریکا پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بانک اووه میلیارده ډالر ګنګل کړل، خو وروسته بیا د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه اجراییوي فرمان کې وویل، چې له دې پیسو څخه دې درې نیم میلیارده په امریکا کې د د سپټمبر د یولسمې نېټې قربانیانو کورنیو ته ځانکړې شي او پاتې نورې دې د بشري مرستو په نوم افغانانو ته ورکړل شي.


خو د دې فرمان مسوولې محکمې تر دې دمه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net