Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

د غور اوسېدونکي: سږکال په دې ولایت کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول ډېر شوی دي

0
د غور ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی، خو برعکس د تېرو کلونو په پرتله سږکال د دې ولایت په ډېرو سيمو کې د کوکنارو او بنګو کښت ډېر شوی دی.


دلته د غور په دولتيار ولسوالۍ کې بزګران د واټرپمپ په وسيله له ژور کوهي څخه اوبه راکاږي. په دې اوبو د کوکنارو هغه کښتونه اوبوي چې دوې اوونۍ وروسته نېښ وهلو ته چمتو کېږي.


له دې بزګرانو څخه يوه يې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د طالبانو د حکومت په پرېکړه خبر دي، خو وايي چې د بديل معيشيت پروګرامونو او اصلاح شوو زراعتي تخمونو د نشتوالي او بېوزلۍ له امله بیا هم دې کښت ته دوام ورکوي.


نوموړي وويل: "زما نوم محمد عیسی او د دولتيار ولسوالۍ يو بزګر يم، ما په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي دي، ځکه کار نشته. زه له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه کوم چې موږ ته پاملرنه وکړي، موږ ته د پټاټو، پيازو، غوزانو او داسې شيانو اصلاح شوي تخمونه راولېږي چې د کوکنارو او بنګو په پرتله يې ګټه ډېره وي."


د غور ولایت د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د دې ولایت په ډېرو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي، خو تر ټولو ډېر کوکنار او بنګې په دولتيار ولسوالۍ او د دې ولایت په مرکز فيروزکوه کې کرل شوي دي.




د افغانستان د پخواني دولت د وروستۍ سروې له مخې چې په ۱۳۹۹ شمسي کال کې وشوه، په (۲۲) ولايتونو کې غور لسم ولايت و چې ډېر کوکنار په‌کې کرل کېدل.


دا سروې چې د افغانستان د دولت او ملګرو ملتونو له خوا په ګډه شوې وښودله چې، يوازې په ۱۳۹۹ شمسي کال کې په (۲۸۴۸) هيکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي و، خو تر هغه وروسته په دې اړه هيڅ رسمي سروې نه ده شوې.


د غور ولایت مدني فعالان ذبيح الله او د دې ولایت يو اوسېدونکی ګل خان شکايت کوي چې، د غور ولایت د بزګرو تر څنګ، له ګاونډيو ولايتونو څخه هم يو شمېر بزګران دې ولایت ته راغلي، زراعتي ځمکې يې په اجاره اخيستي او کوکنار او بنګې يې په‌کې کرلي دي.


نوموړی وايي: "په روان کال کې په غور ولایت کې د کوکنارو او بنګو کښت ډېر شوی دی، په ځينو سيمو کې خلک له نورو ولايتونو څخه راغلي او په دې ولایت کې يې په بې ساري ډول ډېرې بنګې او کوکنار کرلي چې دا کار واقعا د اندېښنې وړ دی. موږ هيله لرو چې اسلامي امارت او د غور ولایت ځايي چارواکي په غور ولایت کې د بنګو او کوکنارو د کښت مخه ونيسي."


يو ځايي اوسېدونکی وايي: "په تېرو کلونو کې چې به کوکنار وکرل شول دولت نه منع کول. خلک په معتاد شول، تباه او برباد شول. سږکال له نورو ولایتونو څخه خلک راغلل او په غور ولایت کې يې بنګې وکرلې. موږ له دولت څخه هيله کوو چې د بنګو د کښت مخه ونيسي چې پر ځای يې داسي څه ورکرل شي چې خلکو ته يې ګټه ورسېږي. ځوانان په معتاده کېږي او د خلکو ژوند تباه کېږي."


خو د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د خپل مشر د فرمان پر عملي کولو ټينګار کوي.


د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالحی زعيم وايي، په دې ولایت کې د کوکنارو موجود کښتونه د کال په لومړي فصل پورې اړه لري چې د سړې هوا له امله يې تر اوسه تارياک نه دي راټول شوي.


نوموړي وويل: "غور يو غرنی او ډېر سوړ ولایت دی، هغه کوکنار چې پخوا کرل شوي وه ښايي په ځينو ځايونو کې يې تارياک نه وي راټول شوي، خو که څوک يې تازه کري هغه ته اجازه نه ورکول کېږي."


د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان درې مياشتې کېږي، خو دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې وکړي.


که څه هم د طالبانو حکومت له بزګرو سره د مرستې په اړه د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره اړيکې ونيولې، خو تر اوسه هيڅ يوه هېواد په دې برخه کې عملي مرسته نه ده کړې.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net