Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

د استرالیا اپوزسیون: لویدیځ باید په افغانستان کې د خپلو ظلمونو حساب ورکړي

0
د استرالیا د اپوزسیون ګوند یو ویاند وایي، که لویدیځ د اوکراین په دفاع د روسیې پر وړاندې درېږي باید په افغانستان کې هم د خپلو تېرو کړنو او ظلمونو حساب ورکړي.


د هلمند ولایت د یوې لرې پرتې ولسوالۍ په یوه کلا کې یوازې څلور کونډې ژوند کوي.


دوی ادعا کوي، چې د کورنۍ غړي یې د تېر جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې وژل شوي نو ځکه ځانته دي.


مومنه له دې څلور کونډو یوه مېرمن ده.


هغه وایي، د خاوند او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ټول ۱۲ غړي یې په یوه شپه په عملیاتو کې وژل شوي او اوس هېڅ سرپرست نه لري.


مومنه زیاتوي: "پر موږ بمبار وشو. د کور ۱۲ کسان مو شهیدان شول چې یوازې ترې ژوندۍ پاتې شوم. اوس نو موږ څلور کونډې ښځې سره راټولې او په دې حویلۍ کې د الله دربار ته ناستې یو،که مو چا وسیله وکړه -وکړه کنه نو بس هېڅ."


دا ادعا د خپلواکو او رسمي سرچینو لخوا نه ده تایید شوې.


بلخوا د دې ولایت په یوه بله ولسوالۍ کې یوه مېرمن چې نه غواړي خپل او د ولسوالۍ نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، د تېرو کلونو په ترڅ کې یې بهرنیو ځواکونو د شپې له خوا د پوځي عملیاتو پر مهال کور کلی وران کړ او دوی یې کډوالۍ ته اړ کړل او اوس چې بېرته خپل کلي ته ستنه شوې د اوسېدو ځای نه لري.


هغه وايي: "د یوې خونې ځای مو درلود، هغه هم ټول بمبارد شو. اوس له ډبرو ډک دی. مالونه مو خرڅ کړل ایران ته ولاړو، بېرته چې راغلو پر سړک اوسېدو بیا د تېر نظام بشردوستو خلکو یو کمپ ته بوتلو. اوس یې بېرته له کمپه شړلي یو هېڅ د اوسېدو ځای نه لرو."


دغو کورنیو ته په مشخصه توګه روښانه نه ده، چې بمبارۍ د کوم هېواد د ځواکونو له لوري پرې شوي، خو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ناټو سازمان ایتلافي ځواکونو په دغه هېواد کې پوځي ماموریت درلود، چې د بېلابېلو هېوادونو پوځیان په کې شامل وو.


دا په داسې حال کې ده، چې تازه د استرالیا د اپوزسیون ګوند د دفاع برخې ویاند اندریو هستي پرون سې شنبه په لندن کې برتانوي اورېدونکو ته په یو کنفرانس کې ویلي، لویدیځ دې په افغانستان کې د خپلو کړو ظلمونو حسابونه ورکړي.


اندریو هستي ویلي: "که لویدیځ په اوکراین کې د روسیې د«یرغل» پر وړاندې ودرېږي او د چین له تېري څخه د هند-بحرالکاهل دفاع وکړي، باید په افغانستان کې د خپلو ظلمونو حساب ورکړي."


دغه استرالیایي پخواني پوځي افسر او سیاستوال دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې پرون سې شنبه د بي بي سي پینوراما خپرونې په یوه تازه څېړنیز خپور کړي راپور کې ادعا کړې، چې برتانوي ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۱ کال په ترڅ کې د شپږ میاشتني پوځي ماموریت پر مهال ۵۴ " بې وسلې او زنداني سړي" وژلي دي.


د یادونې ده، هلمند په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان تر ټولو ګواښوونکي ولایت و، چې اکثراً طالبان په کې مېشت او بهرنیو ځانګړو ځواکونو چې ډېری برخه یې برتانوي ځواکونه وو په دې ولایت کې زیات پوځي عملیات ترسره کول.




د فرانس پریس خبري اژانس د یو راپور له مخې، بریتانیا تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې ۱۳۰ پوځي اډې درلودلې.


د بریتانیا د دفاع وزارت د احصایې د ریاست د راپور په اساس له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې ټول ټال ۱۴۳۵۰ برتانوي ځواکونه افغانستان ته استول شوي.


د پوځیانو د حضور په اوج کې یواځې په هلمند کې نهه نیم زره برتانوي پوځيان ځای پر ځای وو.


وړاندې تر دې هم د بشري حقونو اړوند بېلابېلو نړیوالو سازمانو په افغانستان کې د نورو بهرنیو ځواکونو د جنګي جرمنو په اړه راپورونه مستند کړي وو او ان د محکمه کېدو غوښتنه یې کړې وې، چې له دې ډلې د استرالیایي ځواکونو په اړه هم په ارزګان ولایت کې د ورته پېښو ادعاوې مطرح شوې وې.


تازه د بشري حقونو مدافع سازمانونو د بریتانیا د هغو پوځیانو محاکمه وغوښته، چې په افغانستان کې د ملکیانو په وژنه تورن شوي دي.




د بشري حقونو د څار سازمان وایي، په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د احتمالي جرمونو په اړه د بي بي سي د راپور پایلې خورا زړه بوږنوونکې بولي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net