Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

نړیوال سازمانونه د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل ناهیلې کوونکې بولي

0
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راوروسته په نړۍ کې د نجونو د زده کړو په برخه کې په یو نوم بدي هېواد بدل شوی دی.


زهرا د رخشانې په نوم د ښځو د ځانګړې رسنۍ مسووله او د ټایم مجلې د ۲۰۲۲ کال غوره مېرمن بلل شوې.


نوموړې پر افغانستان د طالبانو د تېر ځل واکمنۍ پر مهال په بامیانو کې په پټه لومړنۍ زده کړې وکړې، وروسته د نورو زده کړو لپاره اړ شوه چې د هلکانو کالي واغوندي او خپل نوم په محمد بدل کړي.


خو هغې ته نږدې شل کاله وړاندې د نظام بدلون طلايي چانس ورکوي او خپلې زده کړې بشپړوي او وروسته د خبریالۍ نړۍ ته ورننوځي.


هغې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د رخشانې په نوم د مېرمنو لپاره یوه ځانګړې رسنۍ جوړه کړه، خو اوس چې پر افغانستان یو وار بیا طالبان حاکم دي زهرا د تاریخ له تکرار او د مېرمنو له وروسته والي وېرېږي.


هغه زیاتوي: "زه د داسې یوې مېرمنې په توګه چې د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره مې مبارزه وکړه او وجنګېدم، له نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو له نړیوالو بنسټونو غواړم چې د افغان نجونو د زده کړو د حق د غوښتلو ملاتړ وکړي او افغان مېرمنې په دغسې یو حالت کې ځانته پرېنږدي او پر طالبانو فشار راوړي څو هر څه ژر د افغان نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي."


زهرا د هغه شپږو مېرمنو له ډلې ده چې تازه ورسره د بشر حقونو د څار سازمان مرکه کړې او ترې پوښتنه يې کړې چې که زده کړې يې نه وای کړې په ژوند کې به يې کوم بدلونونه راغلي وای؟


د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راوروسته په نړۍ کې د نجونو د زده کړو په برخه کې په یو نوم بدي هېواد بدل شوی دی.


دغه سازمان ویلي دي، چې طالبانو د افغانستان په یو شمېر محدودو ښارونو کې د سیمه ییزو مشرانو په ډېر فشار له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې خو دا موارد ډېر نادر او ناکافي دي.


د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدبار ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې له تېرو درې سوه ورځو راپه دېخوا د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځيو د دروازو تړل ناهیلې کوونکې دي.




بار وویل: "موږ د یو شمېر فعاله افغان مېرمنو په ځانګړي ډول د بې بې سي نړیوال برخې له خبریالې یلدا حکیمي، فلم جوړونکې تمنا ایاز او د رخشانه رسنۍ بنسټ ایښودونکې زهرا جویا سره خبرې وکړې. دوی په تېرو شلو کلونو کې د زده کړو له برکته له لاسته راوړونو ډکې کیسې درلودې. دا نو اوس څومره ناهیلي کوونکې ده، چې د طالبانو له لوري هره ورځ میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې کېږي."


نږدې یولس میاشتې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلي دي.


که څه هم طالبانو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه تازه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې خو له دې وړاندې يې ویلي دي، چې په دې اړه د خپل مشرتابه امر ته منتظر دي.


زهرا جویا، د بشر حقونو د څار په سازمان کې د څېړونکې مرستیاله سحر فطرت، سندرغاړې الهه سرور، په افغانستان کې د سولې د ځوانو سفیرانو ټولنې بنسټ اېښودونکې هیله یون، او خبریاله یلدا حکیم هغه مېرمنې دي چې د بشر حقونو د څار سازمان ورسره مرکې کړي په وروستیو شلو کلونو کې يې زده کړې کړي او په ټولنه کې یې ځانونو ته ځایونه پیدا کړي دي.


خو اوس، چې د طالبانو له لوري د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړل شوي وېره داده چې ښايي د نجونو یو بل نسل د تړلو دروازو تر شاه په تیارو کې ژوند تېر کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net