په افغانستان کې سېلابونو زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې
د دې وزارت ویاند مستعین عمري نن ازادي راډيو ته وویل، د چنګاښ له ۱۵ تر ۲۱ نېټې پورې په غزني، لغمان، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګو، کندهار، پروان، زابل او ارزګانو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي و چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې ګڼ مالي تلفات هم درلودل.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنیزو ځمکو د تخریبېدو ترڅنګ ۱۰۰ کانالونه او د اوبو لویې ویالې هم له منځه تللي دي.
ښاغلي عمري وویل، د کرنې وزارت به له سروې وروسته له هغو بزګرو سره چې کرنیزې ځمکې یې اوبو وړې دي، مرسته وکړي چې ځمکې یې بېرته کر ته جوړې شي.
