په خيبرپښتونخوا کې ۱۱ سیلانیان مړه شوي
د سوات د ژغورنې ادارې په وينا پرون د سيلانيانو يو پيک اپ سوزوکي چې ۱۵ کسان په کې سپاره وو، د ګبين جبې په لال کو نومي سيمه کې د موټروان له کنټروله ووت او لسګونه متره ژورې کندې ته ولوېد.
د ځايي خلکو او د ژغورنې ادارې په وينا په دې پېښه کې اووه کسان ځای پر ځای مړه شول او څلورو نورو په روغتون کې ساه ورکړه.
