Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

د طالب مشرانو اختریزې ویناوې؛ هیبت الله اخوندزاده: له هیچا سره جګړه نه غواړو

0
د طالبانو د حکومت مشر هیبت الله اخوندزاده وايي، له هیچا سره جګړه نه غواړي او د ګاونډيو ترڅنګ د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به د دوی پر ضد نه استعمالېږي.


د طالبانو د حکومت مشر ملا هیبت الله په کندهار کې د اختر د لمانځه پر مهال یو وار بیا ویلي دي، چې له امریکا او نورې نړۍ سره د متقابل تعامل او ژمنو په چوکاټ کې ښې او ډیپلوماټيکې اړیکې غواړي او دا د ټولو اړخونو په ګټه ده.


د طالبانو تر واک لاندې د ملي تلوېزیون پر فېسبوک پاڼه د هیبت الله د وینا لیکلی متن خپور کړی، چې په یوه برخه کې يې راغلي دي: "موږ ګاونډيو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې په استفادې د نورې نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي، دغه شان له نورو هېوادونو هم غواړو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي."


ښاغلي هیبت الله په داسې حال کې ګاونډيو او د سیمې هېوادونو ته له افغان خاورې د دوی پر ضد د نه استعمال ډاډ ورکوي، چې همدا څو ورځې وړاندې له افغان خاورې پر ازبکستان د نامعلومو کسانو له لوري څو توغندي وتوغول شول.




طالبانو له توضیح پرته دا د شریرو کړیو کار بللی وو.


دغه شان د امریکا په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو وخت پر وخت طالبان تورن کړي، چې له القاعده سره لا هم اړیکې پالي او داعش ډله په دې هېواد کې د پیاوړي کېدو په حال کې ده، خو طالبانو له القاعده ډلې سره اړیکې رد کړي او د داعش ډلې ګواښ يې اندېښمنونکی نه دی بللی.


د طالبانو مشر په دغه اختریزه وینا دا هم ویلي دي، چې په افغانستان کې د سوچه او اسلامي نظام د پلی کولو اراده لري او هغه څه چې د شریعت خلاف وي هیڅکله به اجازه ورنه کړي.


دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د طالبانو له لوري د دیني عالمانو په یوه جوړه شوې غونډه کې د طالبانو مشر هیبت الله ویلي وو، چې له نړۍ سره هېڅ ډول تعامل نه کوي ان که اټوم بم هم پرې استعمال شي.




هغه ویلي و د نړۍ هېڅ ډول فرمایش او فشار به ونه مني.


په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د اختر د لمانځه پر مهال وویل، له طالبانو سره په تېرو شلو کلونو کې جنګېدونکي نه غواړي چې افغانان هوسا شي.




هغه وویل: "زموږ او ستاسې دښمن چې شل کاله دلته وجنګېدل اوس هم نه غواړي چې زموږ مظلوم ملت هوسا شي، اوس هم هڅه کوي چې هر ډول عذاب او تکلیف دې ملت ته ورکړي، نه د مسلمانانو شتمني رایله کوي او نه بل څوک پرېږدي چې راشي او دلته پانګونه وکړي او دلته له خلکو سره مرسته وکړي."


د امریکا په ګډون ناټو په افغانستان کې د تېر میلادي کال په اګسټ کې خپل شل کن ماموریت پای ته ورساوه، او له دې هېواده ووتل.


که څه هم د نړیوالو ماموریت په دې هېواد کې خپلې ستونزې له ځان سره درلودې خو یو شمېر خلک په دې اند دي چې نړیوالې ټولنې په تېرو شلو کلونو کې دغلته بې شمېره بنسټیزې پروژې هم ترسره کړې چې لا هم ترې افغانان په بېلابېلو برخو کې ګټه اخلي.


د افغانستان بانک نهه میلیارده ډالره بسپنه د امریکا متحده ایالاتو له خوا بنده شوه.


د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په خپله دغه اختریزه وینا کې دغه شان پر هغه افغان سیاسیونو چې له افغانستانه وتلي هم غږ کړی چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.


نوموړي دغه شان د طالبانو د حکومت له وسله والو مخالفینو وغوښتل څو په بهر کې د ناستو کسانو په غوښتنه دې نه جنګېږي ځکه د ده په خبره د جګړې دوام د هېڅ افغان په ګټه نه دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net