Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Июль
2022

یو شمېر افغان ښځو د علماوو د پرېکړه لیک په غبرګون اعتراضیه غونډه وکړه

0
د طالبانو له لوري د علماوو د غونډې پای ته رسېدو سره د غبرګونونو په دوام په کابل کې یو شمېر ښځو د نجونو د ښوونځیو د بند پاتې کېدو او ښځو د کار نه کولو په اړه اعتراضيه غونډه وکړه.


"د ښځو په نفې کولو نه نفې کېږو او په ټولنه کې د ښځو حضور ته د ټوپک او تاوتریخوالي د شتون پر پرتله څو چنده زیاته اړتیا ده" تر نامه لاندې د ا خبرې نن په کابل کې د ښځو په یوه اعتراضي غونډه کې طالبانو ته په خطاب کې وشوې.


د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو له راغوښتل شوې درې ورځنۍ غونډې وروسته د غبرګونونو په دوام نن یکشنبه د کابل د انتقادي ښوونځي په نوم د ښځو اړوند یو بنسټ په یوه اعتراضي غونډه کې طالبانو ته په خطاب کې خپلې غوښتنې او غږونه واورول.


د دې غونډې یوې ګډونوالې ای نور ازبیک وویل: "دا هیروي چې د ښځو د پوهې کچه دوه قرنه اضافه او وړاندې د دوی له پوهې ده، په ټولنه کې د ښځو حضور د ټوپک او تاوتریخوالي په پرته مهم دی، په نفې کولو نه نفې کېږو، زموږ په کتمان کولو دوی خپله کتمان کېږي، ښایي ووژل شو یا هم اسیرې کړای شو او یا ښایي څو ورځې چپ کړل شوې یو، خو د افغانستان د لسګونو بې چارو او بې وزلو ښځو لپاره به لسګونه د مارچ اتمې نېټې جوړې کړو، موږ نه چپ کېږو نه ورک کېږو او نه کمېږو."


د دې غونډې یوې بلې ګډونوالې نازیه سحر بیا ادعا وکړه، چې ټولنه اوس له داسې یو ډلې سره مخ شوې چې که پر وړاندې یې یو څه خلاف ویل کېږي د اورېدو او حل کولو پر ځای خلک په شکنجو، وژلو او بندي کولو ګواښي.


نوموړې وایي، افغان ښځې به د نجونو د ښوونځیو او کار تر څنګ د خپلو ټولو حقونو غوښتنو ته دوام ورکوي.


هغه زیاتوي: "افغان ښځې نن په پوره باخبرۍ د حق غوښتنې میدان ته ننوتي، دوی باید پوه شي، موږ به د ځان لپاره دې ته دوام ورکوو څو د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانېزو. ښځې د خپلو ځانونو استازولي وکړي او په انساني ټولنه کې که تر لاسه شوه، ځان ته سیاسي او ټولنیز هویت تر لاسه کړي."


دا ښځې وایي، طالبان او هېڅ کومه بله ډله به پر افغان ښځو خپل نظرونه پلې نه کړي او نه به یې له حقونو بې برخې پاتې کېدو ته دوام ورکړای شي.


دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي و چې د علماوو په غونډه کې به د نجونو د ښوونځیو برخلیک روښانه شي خو پرون د طالبانو د حکومت له لوري راغوښتل شوې درې ورځې د علماوو غونډه پای ته ورسېده او د نجونو د تعلیم او د ښځو کار په اړه هېڅ هم مشخص نه کړل _هغه څه چې د له شپږم ټولګي پورته ټولګیو یو شمېر نجونې زده کوونکې یې هم ناهیلې کړي دي.




د کابل ښار اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې فرشتې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ هیله همدا وه چې په دې جرګه کې به زموږ برخلیک روښانه شي خو له بده مرغه داسې ونه شول، او دا ډېر غیر عادلانه پرېکړه ده."


هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت تازه معلومات ولرو خو ویاند یې عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته یوازې دومره ولیکل چې "معلومات نه لرو."


د دې موضوع په تړاو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې طالبان باید د نجونو ښوونځي پرانېزي.




تمه دا وه، چې طالبان به د علماوو غونډه کې د ښځو د کار او نجونو د ښوونځيو مسئله روښانه کوي، که څه هم د دې غوڼدې د پرېکړه لیک په یوه ماده کې په عمومي ډول یې یادونه شوې وه خو طالبانو تر اوسه هېڅ ډول خبره یا تبصره پرې نه ده کړې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net