Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

سرچینې: روانه اوونۍ د تېر نظام د ۳ امنیتي سرتېرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي

0
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هدفي وژنو په دوام دا اوونۍ د پنځه کسانو چې درې یې د پخوانیو ځواکونو سرتېري وو وژل کېدل یې تائید شوي دي.


د عبدالرزاق بلوڅ چې د جدي میاشتې په ۲۹ نېټه په کابل ښار کې یې له کوره تښتول شوی و د شنبې په ورځ  یې کورنۍ د انسان تښتونکو له لوري د هغه د وژل کېدو خبر ورکړ.


عبدالرزاق بلوڅ په پاکستان کې سیاسي فعال و چې له اووه کلونو راپدېخوا یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه.


سیاسي فعاله او د عبدالرزاق بلوڅ همکاره او ملګرې سدره بلوڅ د ښاغلي بلوڅ د وژل کېدو د خبر د تائید تر څنګ ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې هغه د پاکستان د استخباراتو له لوري د طالبانو په همکارۍ وژل شوی دی.


نوموړې وایي چې د هغه مړی تراوسه یې کورنۍ ته نه دی ورکړل شوی .


سدره وایي:" د یو کډوال په توګه یې ژوند کاوه، یو څو ورځې کېږي چې موږ د هغه د مړي د پیدا کولو لپاره څو روغتونونو ته ولاړو خو ومو نه موند، د طالب چارواکو او سرې میاشتې نه مو هم د مرستې غوښتنه وکړه خو ونه شو، کله وایي چې مړی یې کابل کې دی کله وایي په کنړ کې دی خو تر اوسه نه دی پیدا شوی، معلومه ده چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستاني کسان په ډېره ازادۍ کابل کې ګرځي او د طالبانو په مرستې بلوڅ کډوال لټوي.”




طالبانو د دغو مشخصو وژل شویو پېښو په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه خو د جزئیاتو له ورکولو پرته یې ټولې پېښې رد کړې.


ځینو باخبرو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې په همدې ورځو کې د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت د صفر پنځه قطعې افسر اتل اڅکزی، په یوه ورته پېښه کې په کابل کې د نا پېژانده کسانو له لوري ووژل شو.


خو د اتل اڅکزي یو خپلوان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ادعا کړې چې اتل اڅکزی په لومړیو کې د طالبانو د ملي امنیت یو ریاست ته بیول شوی و او تر شکنجې وروسته ووژل شوی.


خو د اتل اڅکزي کورنۍ خبرو کولو ته حاضره نه شوه.


په یوه بله پېښه کې د همدې اوونۍ د یکشنبې په ورځ سعدي خالدي چې څه باندې ۲۰ کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه افغانستان ته راکډه شوی و او له تېرو ۸ کلونو راپدېخوا یې په دغه هېواد کې سیاسي پناه اخیستې وه، د کابل په کلوله پشته سیمه کې د نا پېژانده کسانو په ډزو کې ووژل شو.


د پېښې په سیمه کې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی خالدي د دوو موټر سایکل سپرو کسانو په ډزو کې ووژل شو.




خو د دې ورځ سبا هم د تېرو دوو ورځو په شان له ورته پېښو خالي نه وه.


د دوشنبې په ورځ د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت د ځانګړې قطعې یو پخوانی افسر احمد تمیم پنجشېري د وسله والو له لوري د حملې په ترڅ کې د درېیو مرمیو په لګېدو ووژل شو.


د تمیم پنجشېري خپلوان چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې هغه څو ورځې مخکې د نا پېژاندو کسانو له لوري څارل شوی و.


د تمیم پنجشیري یو خپلوان چې نه غواړي نوم یې خپور شي تور لګوي چې طالبان د دغې پېښې عاملین دي. _ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې.


دی وایي:" د طالبانو د استخباراتو کسانو پرې  ډزې وکړې، تمیم د دې لپاره چې له خپل کوره لږ لېرې شي څو متره لېرې لاړ خو درې مرمۍ یې وویشت خو بیا هم څو قدمه مخکې ولاړ خو له پښو ولوېد او ځای پر ځای شهید شو، وروسته د نیم ساعت لپاره یې مړی په کوڅه کې پروت و هېڅ چا ته اجازه نه وه چې ور نږدې شي او بیا وروسته په ډېرې بې حرمتۍ مړی یې په موټر کې اچولی او بیا یې دوه ورځې وروسته کورنۍ ته تسلیم کړ."


هرات هم په دې ورځو کې د ورته پېښو شاهد و.


د سې شنبې په ورځ د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ مخکېني قوماندان حبیب الرحمن ملک زاده هم په هرات ولایت کې د نا پېژانده کسانو په ډزو کې ووژل شو.


ښاغلی ملک زاده د مقاومت جبهې له مخکښو غړو څخه و.


د ښاغلي ملک زاده کورنۍ او ملګري د دغې پېښې په تائید ازادي راډیو ته وویل چې طالبان پر هغه د حملې مسؤلین دي _ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې.


د دغو پنځو پېښو جزئیات مو د طالبانو حکومت سره هم شریک کړل، خو د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز په دې پېښو د طالبانو لاس لرل رد کړل.


تر دې مخکې د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د قوس په ۹ نېټه په یو راپور کې ویلي و چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، د تېر جمهوري حکومت  شااوخوا سل پخواني سرتېري د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د محکمې له حکم پرته یا اعدام کړل یا هم په زور یې لا درکه کړي دي.


هغه موضوع چې د طالبانو حکومت د ردولو تر څنګ یې په دې اړه د اسنادو غوښتنه کړې وه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net