Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

۴۰ امریکايي سناتوران بایډن ته: د افغانستان د کنګلو پیسو عمده برخه خوشې کړئ

0
افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناروین په تړاو اندېښنې د هرې ورځې په تیرېدو سره لاپسې ډیریږي.


د کابل ښار اوسیدونکی احمد شهرام یو وړوکی کاروبار لري وایي، د کابل شهرنو کې یې نږدې پنځه لکه افغانۍ پانګونه کړې وه، خو د طالبانو په راتګ یې کاروبار په ټپه ودرېده او پانګه یې ختمه شوه.


دی زیاتوي: "لکونه پیسې مې پر هوټل پانګونه وکړه او په شهرنو کې مه د انلاین خوړو د رسولو خدمات پیل کړي وو؛ د نظام په سقوط سره هم مې پیسې له لاسه لاړې او هم د هوټل پیسې مې په کور کې مصرف کړې. نه پوهېږمه چې څه وکړمه؛ یوه دنیا ارمانونه مې درلودل، خو اوس نه کار شته او نه ژوند."


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره په دې هېواد کې اقتصادي ستونزې او بې کاري اوج ته رسېدلي دي او په نړیوالو بانکونو کې لاهم د افغانستان نهه عشاریه پنځه میلیارده پانګه کنګل ده.


تازه لسګونه امریکایي ډموکراټ سنارتورانو د دغه هېواد ولسمشر جوبایدن ته د یوه لیک په استولو سره له هغه غوښتي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو ډېره برخه خوشې کړي.


د امریکا د کانګرس دغو غړیو ویلي، امریکا دغه پیسې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولیو له لارې باید په داسې ډول افغانانو ته ورسول شي چې د طالبان لاسته ورنه شي.


د دې لیک په یوه برخه کې لیکل شوي:


"ښاغلي ولسمشره تاسو ته توصیه کوو چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره، بشري مرستې خوشې کړئ؛ موږ دې برخه کې نه یوازې اخلاقي مسولیت لرو بلکې د خپلو ملي ګټو لپاره هم دا مهمه ده ځکه نه باید افغانستان د امریکا د دښمنانو په یو پټن ځای بدل شي موږ باید د دغه کار مخنیوی وکړو او دې برخه کې موږ مسول هم یو."


په دغه لیک کې چې د ۴۰ ډموکرات سناتورانو له خوا لیکل شوی او ۱۳ سنارتورانو په کې لاسلیک کړی ویل شوي چې د دغه پانګې د انتقال لپاره باید باید یو ځانګړی خصوصي بانک جوړ شي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پیسو د مدیریت لپاره د یوه خصوصي بانک د جوړېدو په اړه څه نه وایي، خو د امریکایي سناتورانو له دې غوښتنې هرکلی کوي.




دی وايي: "دغه غوښتنه ډېره پرځای ده؛ باید د امریکا حکومت د افغانانو پیسې خوشې کړي دا کار په افغانستان کې له وضعیت سره مرسته کوي، د حکومت د امنیت ثبات او ټینګېدو سره مرسته کوي او دا ډېره پرځای خبره ده او موږ د دې غوښتنې هرکلی کوو او باید د امریکا حکومت واقعیتونه درک کړي او دغه پراخو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او د افغانستان د خلکو پیسې خوشې کړي."


په همدې حال کې یو شمېر امریکایي سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د دې هېواد د کورني امنیت وزیر الخاندرو مایورکس ته د یوه لیک په استولو سره له هغوی غوښتي چې د هغو افغانانو ته د بشر دوستانه ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي چې د وېزې غوښتنه یې کړي.


که څه هم امریکا په وروستیو کې له افغانستانه زرګونه له خطر سره مخ افغانان وویستل، خو لاهم په دې هېواد زیات شمېر نور هغه امریکا ته د تګ شېبې شمېري چې ژوند یې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.


له دغه کسانو یو تن چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، نږدې ۷ کاله یې امریکایي ځواکونو سره په یوه بېز کې کار کړی دی او اوس خپل د امنیت د ویرې له امله له کوره باندې کار کولی نه شي،  نو ځکه د خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ د پیدا کولو په برخه کې پاتې راغلی.


دی وايي: "د طالبانو له راتګه نږدې پنځه میاشتې تیریږي او موږ چې 'اېس.ای.وي' پروسه کې شامل و، د شااوخوا پنځه میاشتې په تیرېدو بیا هم موږ کومه نتیجه نه ده ترلاسه کړې، هغه لېټرونه چې موږ ته اړتیا وه، ټول موږ ته راکړل شوي او ټول موجود دي، خو بیا هم دغه د تخلیې پروسه نه ده ترسره شوې چې موږ له افغانستانه ووځو."


اوس دغو پنځلس سناتورانو د دې لیک په استولو سره له امریکایي چارولکو غوښتي چې هغو ۳۵۰۰۰ افغانانو ته چې د ویزو د رد په تړاو یې راپورونه خپاره شوي د بشر دوستانه ویزو برخه کې مرسته وکړي او دغه بهیر دې افغانانو لپاره اسانه کړي.


د ۲۰۲۱ کابل د اګست په وروستیو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره هم مهاله نږدې ۱۲۴۰۰۰ افغانان له افغانستان نه ووتل.


له دې ډلې ډېری افغانان لا تر اوسه یو شمېر نورو هېوادونو کې د څېړنې  په حال کې دي،څو د اسنادو له پروسس وروسته امریکا ته انتقال شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net