Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

ایراني رسنۍ وایي طالبانو د کمال خان بند اوبه را خوشې کړې؛ خو طالبان دا خبر ردوي

0
ایران ته د کمال خان بند د اوبو خوشې کول د ایراني دولتي رسنیو تر ټولو مهم سرټکي ګرځېدلي.


د سه‌شنبې په ورځ د جدي په ۲۸‌مه، د ایران دولتي رسنۍ صدا وسیما په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال حسن مرتضوي له قوله راپور ورکړ چې طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشې کړي دي.


د صدا و سیما په خبر کې د حسن مرتضوي له خولې ویل شوي، د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو پرېکړه ایران ته د طالبانو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په وروستي سفر او هلته له ایراني چارواکو سره د هغه په مذاکراتو کې شوې ده.


د ایران مرستیال سفیر زیاته کړې، هیله ده چې د چهارشنبې تر غرمې اوبه د ایران پولو ته ورسېږي او د سیستان او بلوچستان خلک ترې ګټه واخلي.


خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کمال خان بند د اوبو د خوشې کولو او ایران ته د امیرخان متقي په سفر کې په دې اړه په شویو بحثونو څه نه ‌دي ویلي.




د ایران د مرستیال سفیر تر څرګندونو ور هاخوا د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي کاظمي قمي د صدا و سیما خبري دولتي اژانس ته په یوه لېږلي غږیز پيغام کې د کمال خان د اوبو د خوشې کولو هرکلی کړی دی.


صدا و سیما لیکلي، کاظمي قمي ورته ویلي:" د طالبانو د مسؤلینو په ژمنو له وفا او دا چې د ایران حقابه اوبه یې خوشې کړي دي ستاینه ترې کوم. هیله لرم چې داسې شرایط رامنځته شي چې افغانستان هم پرمختګ او هوساینې شاهد و اوسي."


خو د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ایران ته د کمال خان بند د اوبو خوشې کول ردوي.


د دې وزارت ویاند مولوي اختر محمد نصرت رسنیو ته په یوې لېږلې ویډیو کې ویلي، د نیمروز د کروندګرو د پرله پسې غوښتنو وروسته د نیمروز محلي چارواکو د خلکو ځمکو ته د کمال خان اوبه خوشې کړي دي.


ښاغلي نصرت وایي:" د کمال خان بند شااوخوا د ځمکو کروندګرو د نیمروز له محلي چارواکو په پرله ‌پسې ډول غوښتي وو چې د ځمکو لپاره یې اوبه ور خوشې شي. له هغې وروسته وزیر صاحب وویل چې اوبه ورخوشې کړئ, څو د کروندګرو اړتیاووې پوره شي. د بند کاسه هم ډکه شوې او بل کروندګرو هم ورته اړتیا درلوده."


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د اوبو او انرژۍ د وزارت خبرې تائيدوي، خو له زیاتو جزئیاتو ډډه کوي.


په ایراني دولتي رسنیو کې چې کومې ویډیوګانې خپرې شوي په‌کې د کمال خان بند د اوبو خوشې کول ښکاري، خو دا چې دا اوبه په کوم لوري خوشې شوي ښکاره نه‌ ده.




که څه هم طالبان وايي چې د کمال خان بند اوبه یې د نیمروز د کروندو لپاره خوشې کړي، خو د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي چې نه غواړي په‌دې راپور کې یې هویت په ډاګه شوي ازادۍ راډیو ته وویل، د کمال خان بند اوبه دقیقاً هغه لور ته خوشې شوي چې ایران ته رسېږي او دا د نیمروز د خلکو غوښتنه نه‌ ده.


د دوی له ډلې یو ګروندګر وایي:" د کمال خان بند چې د چهاربجک خوا ته جوړ شوی، د ندلشکري کانال یې موږ او تاسې بولو راځي له دې برخې وصلېږي. د کانال په برخه کې اوبه زیاتېږي بیا د رود برخې ته غورځي چې ایران ته ځي. بیا دا کانال ځي د سرشیله تنګي خواته چې تر پایه نه رسېږي یعنې تنګی د رودخانې له داخل نه اوبه اخلي. زیات احتمال دی چې د تنګي لپاره یې نه وي خوشې کړي، بلکې د ایران په خاطر یې اوبه خوشې کړي دي."


سیاسي څېړونکي وايي، ښایي طالبانو ایران ته د کمال خان اوبه د رسميت پېژندنې په خاطر ور کړي وي.


د پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه فضل هادي وزین ازادۍ راډیو ته وویل:"له یوې خوا د بارانونو له امله د کمال خان بند له اوبو ډک شوی او د افغانستان له احتیاج اوبه زیاتې شوي او له بل لوري طالبان غواړي چې ایران سره یې اړیکې ښې شي، نو دا چې له یوه ګاونډي سره یې اړیکې ښې نو ځکه یې د کمال خان اوبه ورخوشې کړي دي."




د ۱۳۵۱کال د حوت په میاشت کې افغانستان او ایران د هیرمند د اوبو یوه حقوقي معاهده لاسلیک کړې چې د دې معاهدې په اساس افغانستان باید هر کال ۸۲۰ ملیونه میټریک مکعبه اوبه د هلمند له وادي ایران ته ورکړي.


د اوبو د چارو کارپوهان وايي، ایران هېڅ ‌کله دې معاهدې ته پام نه دی کړې او په افغانستان کې د اوبو د نه مدیریت له امله ایران ډېره ګټه اخیستې ده.


د تېر افغان حکومت د اوبو د تنظیم د چارو د ریاست د اوبو حقوقي متخصص نظیم سمون په خپل فیس‌بوک کې ایران ته د اوبو خوشې کول تائيد کړي.


هغه لیکلي تېره شپه د قلعه فتح د کانال د خروجي دروازې نه اوبه خوشې شوي او د ایران په طرف روانې دي.


د محمد اشرف غني په حکومت کې د اوبو د تنظیم د عمومي ریاست پخواني رئيس نعیم سالارزي دا ډول ازادۍ راډیو ته ویلي چې افغانستان د اوبو دا لانجې یوازې له ایران سره نه لري بلکې له نورو ګاونډیانو سره هم د اوبو په سر لانجې په مخ کې شته او که دا اوسنی بحراني وضعیت دوام وکړي نو په نورو برخو کې به هم ستونزې زیاتې شي.


هغه ویلي چې د تیېر افغان حکومت له په ایران فشارونو ایران دې ته اړ کړی وو چې د هلمند اوبو د معاهدې په تطبیق کې اقدامات وکړي.


د سالارزي په ويناء طالبان باید له ایران وغواړي چې د هلمند د اوبو معاهده تطبیق کړي.


نعیم سالارزي ازادۍ راډیو ته وویل:" زه یقین لرم چې ایران مجبور شوی وو چې د هلمند د اوبو معاهده تطبیق کړي او مونږ حق ابه ورکوله. طالبان باید پدې اړه فکر وکړي او که د اوبو خوشې کول د ایران په غوښتنه شوي وي باید له دې کار لاس په سر شي او اوبه ودروي."


ایراني رسنۍ داسې مهال د کمال خان د بند د اوبو د خوشې کولو خبرونه ورکوي چې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو ۲۶ کسیزه پلاوی تهران ته تللی وو او له سیاسي مسايلو ور هاخوا په اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو یې هم خبرې کړې وې.


د وړم لمریز کال د دلوې د میاشتې په لومړیو کې چې د کمال خان د بند کاسه فعاله شوه په ایران اوبه ودرېدې او په پایله کې د ایران سیستان او بلوچستان ولایتونو د اوبو له کمښت سره مخ شول او دې کار د ایران د چارواکو تند غبرګونونه هم را وپارول.


خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کمال خان بند د اوبو د خوشې کولو او ایران ته د امیرخان متقي په سفر کې په دې اړه په شویو بحثونو څه نه‌دي ویلي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net