Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

د ۲۰۲۲ کال د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین پیل؛ ۹،۹ ملیونه ماشومان به واکسین شي

0
‎په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پولیو کمپاین پیل شو.


‎د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف وايي، دغه کمپاین چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی، په ټول افغانستان کې به دری ورځې نور هم دوام وکړي او په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو کم عمره ۹،۹ ملیونه ماشومان واکسین شي. 


‎د یونېسف په دفتر کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسؤل کمال شاه سعید ازادي راډیو ته وویل: "د پولیو کمپاین چې سږ کال پیل شوی، په ټول هېواد کې به روان وي، دا د ۲۰۲۲ کال لومړی کمپاین دی. په دغه کمپاین کې به ۹،۹ ملیونه ماشومان واکسین شي. په ډېرو ولایتونو کې به نارینه او ښځې دا کمپاین پلي کړي." 




‎رسنیو ته لېږل شوې موندنې دا هم ښيي چې د ۲۰۲۱ کال تر نومبر میاشتې پورې ۸،۵ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین شوي دي. 


‎د روان کال په ډسمبر میاشت کې له پنځو کلونو کم عمره اته ملیونه ماشومان واکسین شول. 


‎د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د پولیو ضد واکسین شویو ماشومانو شمېر ۲.۶میلیونو ته رسېږي. 


‎د یونېسف په یوه راپور کې چې رسنیو ته یې لېږلی ویل شوي چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د پولیو تر ټولو کمې پېښې درلودې، چې یوازې یوه پېښه په غزني او دری یې په کندز کې ثبت شوي چې په دې سره په افغانستان کې د دغه ویروس د له منځه وړلو هیله له ځانه سره لري. 


‎د یونېسف د اعلامیې په یوه برخه کې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر د مشر ډاکټر ډاپینګ په حواله ویل شوي، د ۲۰۲۲ کال له پیل سره، موږ په افغانستان کې د پولیو د ختمولو تر ټولو ښه چانس لرو.


‎هغه زیاته کړې "دې هدف ته د رسېدو لپاره، په ۲۰۲۲ کې د واکسین پنځه نور کمپاینونه پلان شوي دي. د هغه په خبره، دا کمپاینونه باید په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د صفر کېدو سره پای ته ورسېږي." ‎


په همدې حال کې په یونېسف کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د ارتباطاتو مسؤل کمال شاه سعید ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د پولیو ویروس له منځه وړلو ته نږدې شوی دی. 




‎د ښاغلي سعید په وینا، په افغانستان کې د یونېسف استازې الیس اکونګا ویلي، یونېسف ژمن دی چې په افغانستان کې ټول ماشومان د واکسین له لارې د پولیو او نورو مخنیوي وړ ناروغیو څخه په واکسین سره خوندي وساتي او په خبره یې چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو واکسین د رسولو لپاره باید هڅې زیاتې شي. 


‎د تېر حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا په وروستیو کلونو کې یوه اندېښنه روغتیايي کارکوونکو ته د اجازې نشتوالی او حتی د وسله والو ډلو له خوا د هغوی ګواښونه وو چې په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو د زیاتېدو یو لامل بلل کېږي. 


‎خو د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر هژبر ازادي راډیو ته وویل چې دغه کمپاین به له امنیتي اندېښنو پرته ترسره شي. 


‎هژیر وایي:"دا کمپاین څلور ورځې دوام کوي، غور، بامیان او دایکندي ولایتونه د سړې هوا او واورې ورېدو له امله په دې کمپاین کې نه دي شامل. په لویو ښارونو لکه کابل، هرات، او کندهار کې د نارینه ټیمونو تر څنګ ښځینه ټیمونه هم په دې کمپاین کې ګډون کوي".  


‎یونېسف له ښکېلو اړخونو او خلکو غوښتنه کوي چې د دې کمپاین د بریالي پلې کېدو لپاره د سیمه ییزو روغتیایی کارکوونکو په خوندیتوب کې مرسته وکړي. 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net