Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

د افغانستان بانک: په بانکونو کې به ډېر ژر د 'ATM' ماشینونو د کارولو لړۍ پیل شي

0
په افغانستان کې د سوداګریزو خصوصي بانکونو د فعالیتونو د عادي کولو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان بانک د «ATM» ماشیونو له لوري د پیسو د ایستلو د بېرته فعالېدو خبره کوي.


د افغانستان بانک که څه هم د دغو ماشینونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې خصوصي بانکونو هوکړه کړې چې دا ماشینونونه به په ځینو سیمو کې بېرته فعال کړي.


د افغانستان بانک ویاند صابر مومند يه یو ویډیو پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي:" د افغانستان بانک د هغو پرله پسې ناستو په تعقیب چې د هېواد د بانکونو له ټولنې او خصوصي بانکونو سره یې درلودې، اوس یې د سوداګریزو بانکونو لپاره متحدالمالي صادر کړی چې پر بنسټ یې د هېواد سوداګریز بانکونه به د تومات صرافۍ ماشینونه ATM به په بېلابېلو ځایونو کې د خپلو پېردونکو لپاره د کارونې زمینه برابره کړي."




د افغانستان بانک دغه شان ویلي په افغانستان کې د ټولو بانکونو د فعالیتونو د عادي کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي چې نوره هم اسانتیاوې رامنځته شي.


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې د بانکونو فعالیتونه غیر منظم شوي او دې مسئلې د افغانانو لپاره ګڼې ستونزې راولاړې کړې.


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د مرکزي بانک له دغه اقدامه د هرکلي تر څنګ وایي چې په تېرو پنځو میاشتو کې له بانکونو د خپلو پیسو د ایستلو په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو.


عبدالله احمدزي د کابل ښار اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:" په دې وروستیو کې د افغانستان بانک کومه پرېکړه کړې ډېر پر ځای ده، ځکه هغه اسانتیاوې چې د ATM ماشینونو په فعالېدو رامنځته کېږي دې سره مثبت پرمختګ او همدارنګه بانکي سیسټم جوړونه پرې مخته تلی شي."


د کابل ښار بل اوسېدونکی رحیم صمیم وایي:" موږ څو ځله څو بانکي څانګو ته لاړو چې خپلې پیسې وباسو خو هلته به لیستونه نیول شوي وو بیا به په اوونیو خلکو ته نوبت نه رسېده په کتارونو کې به خلک له سهار وختي تر ماښامه به ولاړ وو خو پیسې به نه ورکړل کېدې."




دوی له افغانستان بانکه غواړي چې د ATM یا اتومات صرافۍ ماشینونو له فعالیتونو هم څارنه وکړي چې دا بهېر د کابل ښار او ټولو ولایتونو په ټولو سیمو کې فعاله شي.


د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو وروسته په تېرو ۵ میاشتو کې د افغانستان د خصوصي بانکونو د فعالیتونو د عادي کولو د هڅو په ترڅ کې تراوسه یوازې د کابل ښار او ځینو ولایتونو کې یوازې د یو څو بانکونو ځینو څانګو بېرته فعالیتونه پیل کړي او خپلو پېرېدونکو ته خدمات وړاندې کوي.


د بانکو له لوري د پیسو د ورکړې بهېر هم محدود دی او هر پېرېدونکي مخکې یوازې په اوونۍ کې د ۲۰ زرو افغانیو حق لري، خو د پیسو دا اندازه اوس مهال په اوونۍ کې یو ځل د ۳۰ زره افغانیو یا ۴۰۰ ډالرو اخیستلو ته رسېدلې ده.


یو له هغو لاملونو چې طالبانو ویلي په افغانستان کې یې د بانکونو پر فعالیتونو اغیز کړی د امریکا له لوري د افغانستان د ۹ اعشاریه ۵ میلیاردو ډالرو پانګې کنګل کول دي _ هغه موضوع چې تازه پرون پنجشنبه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونی ګوترېش یې په اړه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغې پانګې د مشروطو ازادولو لپاره د لارو په لټه کې شي چې له یو لوري د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي او له بل لوري دا پیسې د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net