Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

د ښځو خوځښت: د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو او ملګروملتونو چوپتیا 'شرم' ده

0
وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو پر وړاندې یو شمېر تازه محدودیتونه ولګول، د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) یو شمېر ښځې په کابل کې په یوه کور کې سره راټولې شوي او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې خپل چوپتیا ماته کړي.


د افغانستان د مقتدرو ښځو خوځښت وايي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو چوپتیا د شرم وړ خبره ده.


دغه خوځښت د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وایي، ژر تر ژره دې د پوهنتونونو او ښوونځیو برخلیک معلوم شي او افغان نجونو او ښځو ته دې، د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي.


رخشانه رضایي د افغانستان د مقتدرو مېرمنو د خوځښت غړې وایي: "طالبان افغان مېرمنې داسې په تکلیفوي چې د بدویت په دوره کې او له اسلام دین څخه مخکې هم نه وې شوې؛ موږ له طالبانو غواړو چې داسې افراطي فکرونو ته د پای ټکی کیږدي."


په پرېکړه لیک کې راغلي چې افغان ښځې کله هم د طالبانو نظام په رسمیت نه پېژني او دا نطام یو تور، د ښځو ضد او د بشر ضد نظام یادوي.


په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده شوې، ډېری دولتي کارکوونکي په کور کینول شوي، بې محرمه د لېرې واټن په سفر یې بندیز لګول شوی او تازه د کابل ښار ځینو سیمو کې د طالبانو د حکومت له خوا داسې پوسټرونه لګول شوي چې په کې د ښځو په حجاب ټینګار شوی دی.


په ورته وخت کې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) د عدالت او ازادي لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او قومي، مذهبي او سمتي موضوعاتو ته په پام سره وېشل کېږي.


دوی وایي، ډېری بشري مرستې هغو سیمو سره شوي چې ډېری کسان يې د طالبانو په لیکو کې لري.




د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت غړې شمایل توانا وایي: "ښځې د دې مرستو مستحق دي، ځکه هغوی خپل پلار، خاوند او وروڼه په جنګونو کې له لاسه ورکړي، موږ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړو چې داسې مېکانېزم جوړ کړي چې مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي."


دوی هم د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وایي، د هغو ولایتونو او ولسوالیو نوملړ دې خپور شي چې ورسره بشري مرستې شوي، بې وزلو کورنیو ته دې لومړیتوب ورکړل شي او افغانستان کې دې له یو بشري ناوړین مخنیوی وشي.


په لومړنۍ غونډه کې د ګډون کوونکو ښځو شمېر په تصویر کې ۱۲ تنه لیدل کېږي، خو د دوهمې غونډې تصویر او د ګډونوالو شمېر ازادي راډیو سره نه دي شریک شوي.


خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، بشري مرستې په شفافه توګه وېشل شوي دي.


نوموړی دغه شان وایي، د طالبانو تازه سپارښتنې هم د اسلام له نظره او د ټولنې د اصلاح لپاره رامنځته شوي دي.


کریمي زیاته کړه: "د اسلامي امارت د معیاري فعالیتونو ترسره کولو ته ژمن دی او د دعوت او ارشاد وزارت له لوري د توصیو په اړه چې یادونه یې کېږي دا د ټولنې د اصلاح لپاره شوي دي."




دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو له اعتراضونو سره یو وار بیا د پیوستون غوښتنه کړې ده.


دغه سازمان پرون په خپل ټویټر کې د ښځینه معترضانو د یوې ویډیو ترڅنګ لیکلي، افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.


دغه سازمان په یوه انلاین کمپاین کې له خلکو غوښتنه کړې چې له افغان ښځو سره د پیوستون لپاره خپل غږ ملګری کړي.




پرون هم په کابل کې یو شمېر ښځې په یوه کور کې په اعتراض راټولې شوې وې او ویل یې چې دوی د طالبانو د حکومت له خوا پر دوی د لګول شوېو محدودیتونو پر وړاندې غلې پاتې نه شي.


خو دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د دوی د یو شمېر اعتراضیه غونډو او لایونونو مخه د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوې هم ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net