Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

د طالبانو له غبرګونه وېره؛ ځینو مېرمنو د شخصي او ټکسي موټرو چلول پرېښي

0
يو شمېر هغه افغانې مېرمنې چې د پخواني حکومت پرمهال یې موټرواني کوله وایي، د طالبانو له راتګ وروسته يې له وېرې اوس موټر نه چلوي.


دا مېرمنې وايي، طالبانو پر دوی ساحه دومره تنګه کړې چې ښارونو ته پرته له محرمه تګ راتګ نه شي کولی او په وينا يې په دې فضا کې موټر چلول ورته خطرناک کار ښکاري.


دوی وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو  وروسته د موټر چلولو پر مهال د طالبانو له غبرګون ویریږي.


د دوی په وینا، له کلونو يې د موټر د چلولو د جواز په درلودلو سره د افغانستان په لويو ښارونو کې د خپل ارامه ژوند او خلکو ته خدمت لپاره فعالیت کاوه، خو د طالبانو په راتک سره له دې کاره لاس په سر شوي دي.


مدني فعاله محبوبه چې د مدني فعاليتونو د لس کلنې تجربې ترڅنګ د موټر چلولو له لارې يې خپل کور ته  نفقه ګټله وايي، هغه مهال يې کولی شو د خپل ژوند چارې په ښه ډول مدیریت کړي.‌




نوموړې چې د يوې ماشومې مور ده، د ۲۰۱۵م زیږدیز کال راهيسې يې د جمهوريت ترپايه خپل شخصي موټر چلوو، خو اوس پرته له دې چې طالبان دا او نورې مېرمنې له دې چارې منع کړي خپله يې له موټر چلولو لاس اخيستی.


هغې ازادي راډیو ته وویل، هغه فضا چې طالبانو په افغانستان کې حاکمه کړې ترې وېره لري: "له بده مرغه څلور مياشتې وړاندې مې د امنيتي مسايلو او روانو شرايطو له امله د خپل ځان د خوندي ساتلو لپاره مې له موټر چلولو لاس واخېست."


که څه هم په تېر نظام کې د مېرمنو لپاره د موټر چلونې چاره د سنتي او اقتصادي له اړخه اسانه نه و، خو بیا هم مېرمنو ته د موټر چلولو د جواز ورکولو پروسې ډېری هغه یې دغه کارته تشویق کړي وې.


د تېر نظام د ټرافیکو ریاست د معلوماتو له مخې شااوخوا ۱۰۰۰ مېرمنو د موټر چلولو جوازنه ترلاسه کړي و، خو اوس یې حضور کمرنګه دی.




خو له دې ټول حالاتو سره اوس هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځینې مېرمنې شته چې موټر چلوي.


ازادي راډیو هڅه وکړه چې دوی سره خبرې وکړي، خو دوی  د مرکې لپاره حاضره نه شوې، خو په وینا اوس د پخوا په څېر ازاده او ارامه فعالیت نه شي کولای.


ارزو چې په تېر نظام کې د دولت کار کوونکې وه او خپلې دندې ته به یې په خپل شخصي موټر کې تک راتګ کاوه ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو په راتګ سره ما نور د دې توان ترلاسه نه کړ چې موټر وچلوم، د دې لپاره چې د غیر اخلاقي او غوصه ناکې رویه څخه ویریدلم، د همدې لپاره د موټر چلول پرېښودل."


خو طالبان بیا وايي چې د مېرمنو د موټر چلولو مساله یې تراوسه په خپلو کې نه ده بحث کړې.


د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ویاند هاکف مهاجر ازادي راډيو ته په دې اړه وویل: "نه تر اوسه په دې اړه بحث نه دی شوی."


خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته په لیکلي بڼه ویلي چې په دې موضوع تر اوسه بحث نه دی شوی.




له بلې خو بیا په هرات کې  د مېرمنو لپاره د موټر چلونې د زده کړو د یو مرکز مسوله عادله وايي، د افغانستان له سقوط سره وروسته د دې ولایت د ټرافیکو ریاست د موټر چلونې د زده کړو د مرکزونو فعالیتونه ځنډولي.


اغلې عادله چې شااوخوا ۱۱ کاله د موټر چلونې په برخه کې مېرمنو ته زده کړې ورکوي وايي، تر دا مهاله یې له ۳ زرو زیاتو مېرمنو ته د موټر چلونې زده کړې ورکړي.


هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل مرکز د بیا فعالیدو په اړه وویل:"له بده مرغه کله نه چې طالبان راغلي، زموږ مرکز تړل شوی دی او فعالیت نه لرو، موږ غوښتل بېرته خپل فعالیت پیل کړو، خو د هرات ولایت د ټرافیکو مدیریت له خوا زموږ کار وځنډول شو او موږ ته وویل شول چې ستاسو کارونه تر یو وخت ځنډول شوي او خپل مرکز مو بیا مه پرانیزې او زده کونکو ته هم زده کړه مه ورکوئ."




خو د هرات ولایت د ټرافیکو عبدالله اکبري بیا دغه ادعاوې ردوي: "موږ هم څه خاصه اطلاع نه لرو او همدا راز موږ ته دا هم نه دي ویل شوي چې مېرمنې دې د موټر چلولو اجازه ونه لري."


ښځینه موټر چلونکي په داسې حال کې له خپل کاره لاس په سر کېږي چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت هم په یوې اعلامیه کې په ښاري ټیکسي ګانو کې د مېرمنو په تک راتګ ځینو محدویتونه وضع کړي دي او له ښاري ټیکسي چلوونکو یې غوښتي چې بې حجابه مېرمنې پورته نه کړي او د ۴۵ کیلو متره څخه لېرې مېرمنې له محرم پرته سفر نه شي کولی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net